لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تنکي باقرمړی تپوس کوي


د پښتنو د سبا ځلیدونکې ستوری باقر علي د پېښور بچې ؤ – د هغه عمر ايله څوارلس کاله خو په قد 5 فوټه اته اينچې لوړ ؤ
د پښتنو د سبا ځلیدونکې ستوری باقر علي د پېښور بچې ؤ – د هغه عمر ايله څوارلس کاله خو په قد 5 فوټه اته اينچې لوړ ؤ

د پښتنو د سبا ځلیدونکې ستوری باقر علي د پېښور بچې ؤ – د هغه عمر ايله څوارلس کاله خو په قد 5 فوټه اته اينچې لوړ ؤ - په وجود نری نروچکې خو د پوهې او سوچ په حساب د خپل عمر نه ډیر غټ ؤ – هغه په اتمه درجه کې ؤخو په رياضۍ، کمپیوټر سائینس، بیالوجۍ، کیمیسټري او فزکس کې لکه د یولسم د طالبلعلم تکړه ؤ- باقر په خپلو خوئیندو وروڼو، همزولو او استادانو کې د یو نابغه (جينئس) په نوم مشهورؤ - د گلاب د تنکۍ غوټۍ په رنگه نازک باقر ته یې مور او پلارکله په زوره خبره هم نه وه کړې – خو د وحشت او بربریت علمبردارو او د تیارو خوښونکو په شپاړسم دسمبر په مړدکو بې دریغه اویشتو - د مولا فضل الله سړو په شپاړسم دسمبر د پښتنو د بچو تنکې فصل د سمسور کیدلو نه وړاندی تاله ترغه کړو-

د پېښور په ارمي پبلک سکول د خونخورو د حملې یوه میاشت پوره کیدونکی ده- خو د خپلو بچو په غم کې ډوبې میندی لا د سوگ نا ، نه دي وتلې- د باقر د مور په سترگو کې د خپل تنکي بچي په وينو کې د لت پت شوي مړي عکس وس هم گرځي- هغې ته په خپله جولۍ کې غوړولې خپل تنکې گلاب هغه شان یادیږي – د باقر خوئیندی د خپل ورور په تل عمري هجر مړاوي ځوړند سرونه نیولي هره ورځ سانده خوانۍ ته کیني- د باقرعلي پلار د خپلې ټولې پوهې ، عمر او سوچ باجود اوس هم د خپل زوي د جنازې په زکر غریئو نيسي – د باقر وروڼه چې د خپل ورور مړی یادوي نو شونډې یې رپي-

د پښتنو په کورونو کې د وير ماتم دغه څه لومړۍ پېښه نه ده – په تیره لسيزه کې په ځان مرگي بريدونو، چاودنواو هدفي وژنو کې پښتنو د خپلو سياسي مشرانو، کار پوهانو، خویندو میندو، محافظانو او هنر مندانو په زرگونو جنازې تر گورونو رسولي دي – خو په شپاړسم دسمبر د 134 گلونو جنازو پورته کولو په وخت د ټولو په زهنونو کې ېو تپوس راپورته شوی دی چې که د تر هگرۍ خلاف جگړه د ټول پاکستان ده نو بیا یواځې جنازې د دوېي د کورونو نا ولې روانې دي ؟

د باقرعلي پلار رشيد غلي خان هم دغه تپوس کوي او واېي چې په دی سيمه کې دا جگړه اخر ختميږي ولې نا؟ د پېښور د خونړۍ پېښې وروستو د هېواد سياسي او پوځي مشرانو تر هگرو ته د ماتې ورکولو د اخري معرکې اعلان کړې خو د گڼ شمیر پښتنو پوهانو او ستر گورو په شان رشيد غلي خان سره هم دغه ویره مل ده هسې نا یو وار ورسره بیا چل ول وشي او د هیواد د طاقتوره پوځ په تر هگرو کې د ښه او بد تميز دغه (اخري مرکه) هم په بائلاد تمامه کړي –

د باقرعلي او د هغه د سکول 134 تنکي گلالي ماشومانو تنکي وجودونه چې کله د الله اکبر په نعرواو د کلمه طيبه په ورد کې د فظل الله سړو په گولو ويشتل شورو کړي وي نو د وجود ونو، نا ، د روحونو بیلیدو په دغه لمحو کې به یقينن د دغه معصومانو په زبیرگو کې د خپل خالق د مکان نه تر لا مکانه د اختیار او د هغه د پېغمبر اخر زمان (ص) نا په ورځ د قیامت د بخشش د سفارش خواستونه وو – د زخمي شوي ځنکدن دغه بوگنونکي منظر زما زهن ته یو بل تپوس ودروي- قاتل د خدائ په زمکه د خدائ د نظام قائمولو په ارمان د خدائ مخلوق قتلول روا گڼل- که چري دغه کار د پاکستان، د هرې ښځې او سړې، جج ، جرنیل، حکمران ، خبر یال، سوداگر، مزدور- دهقان، اقا - غلام، مولا، مفتي، هنر مند ، سندې، بلوچې او پنجابې په نظر کې ناروا دی نو بیا دا ټول د یو دوه ورځو شور زوگ نه وروستو خاموشه ولې دي ؟ دوېي لکه د فرانسیانو په شان د قاتلانو خلاف یو موټې ولې نه شول؟

please wait

No media source currently available

0:00 0:11:43 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG