لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : بمي چاؤدنه کې يو تن وژل شوى، درې ژوبل


دپيښې ښکار شوي کسان اولسي وگړي دي اؤ دهغوي گاډى پيښه کې تباه شوى دى
دپيښې ښکار شوي کسان اولسي وگړي دي اؤ دهغوي گاډى پيښه کې تباه شوى دى

يو افغان چارواکى وائي پلازمينه کابل کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې يو تن وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دکابل دپوليسو وياند حشمت ستانکزئ دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل دنهې په سحر ترسره شوې دغه چاؤدنه کې ژوبل شوؤ کسانو کې يوه ښځه هم شامل ده.

هغه وائي چې دپيښې ښکار شوي کسان اولسي وگړي دي اؤ دهغوي گاډى پيښه کې تباه شوى دى.

طالبانو دپيښې ذمه واري په غاړه اخستې.

په يوه بله پيښه کې دمرستيال مرستيال پاچا گل بختيار وائي چې يو پوليس عسکر په ډزو سره خپل دوه ملگري وژلي چې پکې يو دپوليسو مشر اؤ يو يونټ کمانډر شامل دي، دغه پيښه دگل په ورځ دهلمند ولايت په نوزاد اولسوالۍ کې رامينځته شوې، مقامي حکومت په يو بيان کې وئيلي چې پيښه کې درې کسان ژوبل شوي هم دي اؤ بريدکوونکى په ډزو ويشتل شوى اؤ وروستو مړ شو ى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG