لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ ټول ترهه گر پرته له امتياز څخه په نخښه کوي، جنرل عاصم


 دتندروه ډلو په اړه دوسله والو پوځونو دنقطه نظر په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې ميجر جنرل عاصم باجوه وويل” ښه طالبان نشته، مونږ په هر قسمه ترهه گرو پسې پرته له امتياز څخه ورځو“
دتندروه ډلو په اړه دوسله والو پوځونو دنقطه نظر په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې ميجر جنرل عاصم باجوه وويل” ښه طالبان نشته، مونږ په هر قسمه ترهه گرو پسې پرته له امتياز څخه ورځو“

دپاکستان پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ډائريکټر جنرل ميجر جنرل عاصم باجوه سي اين اين سره يوه مرکه کې وئيلي دي چې وسله وال پوځونه له کوم امتياز پرته دترهه گرو تعقيب کوي.

دتندروه ډلو په اړه دوسله والو پوځونو دنقطه نظر په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې ميجر جنرل عاصم باجوه وويل ښه طالبان نشته، مونږ په هر قسمه ترهه گرو پسې پرته له امتياز څخه ورځو

پوځي وياند وويل دپاک افغان پولې ترڅنگ ديوې وړې برخې نه بغير پوځ دروانو عملياتو ضرب عضب په مهال دشمالي وزيرستان يوه لويه برخه( ترهه گرو څخه) پاکه کړې ده.

هغه وويل دترهه گريزو ډلو په ضد عمليات روان دي چې پکې دگن شپ هيلي کاپټرو څخه فضائي حملې کيږي اؤ ددې ترڅنگ ځمکنۍ کارروايۍ هم روانې دي.

زۀ فکر کووم چې زمونږ په ذهن کې دترهه گرۍ، ترهه گرو اؤ دهغوي دخواخوږو دتعقيب کولو په اړه کوم کنفيوژن شته

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا سيمه کې دتندلاريتوب مخنيوي لپاره پاکستان کافي گامونه اخلي هغه وويل مونږ ډير واضحه يو اؤ مونږ دهغوي دمخنيوي توان لرو

هغه دپاکستاني پوځ دکارکردگۍ موازنه افغانستان اؤ عراق کې دامريکائي اؤ ايساف ځواکونو سره وکړه.

دپيښور دسانحې څخه وروستو پاکستان کې دسلامتۍ دصورتحال په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې پوځي وياند وويل فکر کووم ددې خبرې ضمانت ورکول گران دي چې نړۍ کې دغسې قسمه څه نۀ رامينځته کيږي هغه دبيلگې په توگه پيرس کې درامينځته شوې اوسنۍ حملې لوري ته اشاره وکړه.

هغه وويل ټول قام يو موټى شوى تاسو ټول سياسي قيادت په يو ميز وليدو چې دهيواد دراتلونکي لپاره يې ځينې پريکړې وکړې

پاکستان کې دپوځي عدالتونو دجوړيدو په اړه ديوې پوښتنې ځواب کې ډي جي ائي ايس پي ار وويل پوځي عدالتونه ددوؤ کلونو دمودې لپاره دي اؤ دغه گام داسې حال کې اخستل شوى چې بله لار نۀ وه.

دپيښور دسانحې څخه وروستو افغانستان سره داړيکو په اړه هغه وويل په ځانگړې توگه افغانستان کې دنوي حکومت جوړيدو څخه وروستو ( افغانستان سره ) اړيکې دوړاندې څخه په سمه لاره روانې دي ، ملاتړ په سيوا کيدو دى اؤ ددواړو هيوادونو ترمينځ هم اهنگي په سيوا کيدو ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG