لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور : داستاذانو لخوا دوسلو ساتلو حکومتي پريکړه رد


 دغه پريکړه دشورو په ورځ دخيبرپښتونخوا دټولو پرائمري استاذانو دتنظيم کنونشن کې شوې ده چې پکې دصوبې گڼ شمير پرائمري استاذانو برخه اخستې ده.
دغه پريکړه دشورو په ورځ دخيبرپښتونخوا دټولو پرائمري استاذانو دتنظيم کنونشن کې شوې ده چې پکې دصوبې گڼ شمير پرائمري استاذانو برخه اخستې ده.

دخيبرپښتونخوا دپرائمري سکولونو استاذانو دحکومت له لوري سکولونو کې دسبق ښودو په مهال دوسلې ساتلو په اړه حکومتي فيصله رد کړې ده.

دغه پريکړه دشورو په ورځ دخيبرپښتونخوا دټولو پرائمري استاذانو دتنظيم کنونشن کې شوې ده چې پکې دصوبې گڼ شمير پرائمري استاذانو برخه اخستې ده.

دتنظيم صدر ملک خالد وئيلي دي چې طالب علمانو، استاذانو اؤ نورې عملې ته تحفظ ورکول دحکومت بنيادي ذمه واري ده.

زمونږ ذمه واري طالب علمانو ته دسبق ښودو ده نۀ چې تحفظ ورکول

هغه وويل داستاذانو ورورولۍ دسلامتۍ په نوم دحکومت نوې تگلاره رد کړې ده اؤ زياته يې کړه چې هغوي درخصتو په مهال هم سکولونو ته تللو لپاره تيار دي.

هغه وويل داستاذانو ورورولۍ دا پريکړه هم کړې چې دپوليو دمخنيوي مهم کې به هم برخه نۀ اخلي اؤ زياته يې کړه چې دغه کيمپئن دصحت دزنانه کارکوونکو اؤ دصحت دمحکمې دى.

په ١٦م دسمبر،٢٠١٤م کې پيښور کې په ارمي پبلک سکول دحملې وروستو دخيبرپښتونخوا حکومت دتعليمي ادارو استاذانو ته دوسلې وړلو داجازې ورکولو پريکړه کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG