دپاکستان دخارجه دفتر وائي چې دقومي ايکشن پلان اؤ ملگرو ملتونو دقراردادونو لاندې دجماعت الدعوة پۀ گډون دټولو کالعدم تنظيمونو اثاثې منجمد کړل شوي دي.
په ظاهري توگه په قومي ايکشن پلان دتُند عمل درامد لوري ته دگام اخستو په ترڅ کې دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دزيارت په ورځ وئيلي دي چې دجماعت الدعوة دبينک اکاؤنټونه منجمد کړل شوي اؤ په حافظ سعيد بهرني سفري بنديزونه لگول شوي دي.
هغې وويل پاکستان دا گامونه دملگرو ملتونو دذمه وارو لاندې اخستي اؤ دجان کيري په گډون يې دکوم بل فشار په نتيجه کې يې نۀ دي اخستي.
اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې وويل چې ملگرو ملتونو چې په کومو ډلو بنديز لگولى دهغوي خلاف کارروائي کوؤ.
هند اؤ امريکا دحافظ سعيد په مشرۍ ډله جماعت الدعوة دلشکرطيبې سره نزدې ډله گڼي اؤ لشکر طيبه هاغه ډله چې په کال ٢٠٠٨م کې پرې دهند ممبۍ ښار کې دشوؤ ترهه گريزو ډلو دمنصوبه بندۍ تور دى.
يوه ورځ دمخه دداخله وزارت يو چارواکي دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان سره خبرو کې پخلى کړى ؤ چې جماعت الدعوة اؤ حقاني نيټ ورک دهاغو تنظيمونو په فهرست کې شامل کړل شوي چې بنديز پرې لگول شوى خو حکومت په سرکاري کچه ددغه اعلان کولو څخه ډډه کوي.
ډان سره خبرو کې دداخله وزارت يو چارواکي وئيلي چې امريکا په حقاني نيټ ورک اؤ جماعت الدعوة دبنديز غوښتنه کوي خو دغه معامله ځنډولى شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې تسنيم اسلم وويل چې پاکستان دټولو ترهه گريزو ډلو په ضد پرته له امتياز څخه گامونه اخلي اؤ دټولو ترهه گريزو ډلو اثاثې منجمد کړل شوي دي.
هغې وويل چې دهند له لوري په لا ئن اف کنټرول دډزو پيښې دترهه گرۍ په ضد روانو گامونو څخه دپام اړولو هڅه ده.
دخارجه دفتر وياندې وويل دمذهب په نوم تشدد ټوله نړۍ کې دغندنې وړ دى اؤ زياته يې کړه چې پاکستان دهند په اسام کې دڅلورو مسلمانانو دژوندي سوزولو په پيښه انديښنې لري.