دسعودي عرب نوي باچا سلمان ژمنه کړې چې هغه به دخپل پيشرو وفات شوي شاه عبدالله پاليسۍ دوامداره ساتي.
شاه عبدالله دجمعې اؤ زيارت په مينځ شپه وفات شوى ؤ اؤ پلازمينه رياض کې خاورو ته سپارل شوى دى چې له دې وروستو ولي عهد شهزاده سلمان بن عبدالعزيز بادشاهت سمبال کړى.
نوي بادشاه خپل ورارۀ اؤ دهيواد داخله وزير محمد بن نائف مرستيال ولي عهد مقرر کړى دى.
په سرکاري ټي وي يوه وينا کې شاه سلمان وويل ” مونږ به په هاغو سمو تگلارو روان اوسو په کومو چې سعودي عرب دخپل قيام څخه راپديخوا عمل کوي“ اؤ زياته يې کړه چې عرب اؤ اسلامي قامونو ته ديو والي ضرورت دى.
شاه سلمان وويل هغه به دخپل هيواد نقصان څخه بچ کولو لپاره کار دوامداره ساتي.