لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان صحافيانو لپاره خطرناک ځايې جوړ شوى،پرويز رشيد


 دنهې په ورځ اسلام اباد کې دصحافيانو دسلامتۍ په اړه يو نړيوال کانفرنس ته دوينا په مهال داطلاعاتو وزير وويل چې ميډيا دحقيقتونو بيانولو اؤ خلکو کې داگاهۍ پيدا کولو لويه ذمه واري لري
دنهې په ورځ اسلام اباد کې دصحافيانو دسلامتۍ په اړه يو نړيوال کانفرنس ته دوينا په مهال داطلاعاتو وزير وويل چې ميډيا دحقيقتونو بيانولو اؤ خلکو کې داگاهۍ پيدا کولو لويه ذمه واري لري

دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وئيلي دي چې دبدبختۍ نه نزدې کلونو کې پاکستان صحافيانو لپاره دخپلو ذمه وارو دادا کولو په اړه يو خطرناک ځايې جوړ شو ى خو حکومت صحافيانو ته تحفظ ورکولو لپاره ژمن دى.

داطلاعاتو وزير دغه څرگندونې په په داسې حال کې کړي چې څو اوونۍ دمخه دصحافيانو بين المللي تنظيم انټرنيشنل فيډريشن اف جرنلسټس( ائي ايف جى) هم وئيلي وؤ چې پاکستان ټوله نړۍ کې دخبريالانو لپاره تر ټولو خطرناک هيواد دى.

دائي ايف جى دايشياء پيسفک ايکټنگ ډائريکټر جين ورتهنگټن په يو بيان کې وئيلي وؤ چې کال ٢٠١٤م کې دپاکستان دننه ١٤ خبريالان اؤ دميډيا کارکوونکي وژل شوي ، زياترو ته دړکې شوي،ويرول شوي، حملې پرې شوي دي، هغه وئيلي وؤ يقيناً چې دصورتحال دزېاتې خرابتيا وجه دميډيا کارکوونکو په ضد جرمونو ته دلوړې کچې ترلاسه استثنا ده اؤ پاکستان ته داستثنا کلچر ته دپايې دټکي ايښودو لپاره سمدستي گامونه اخستل پکار دي.

دنهې په ورځ اسلام اباد کې دصحافيانو دسلامتۍ په اړه يو نړيوال کانفرنس ته دوينا په مهال داطلاعاتو وزير وويل چې ميډيا دحقيقتونو بيانولو اؤ خلکو کې داگاهۍ پيدا کولو لويه ذمه واري لري خو دخپلو ذمه وارو پرته له ويرې ترهې څخه ادا کولو لپاره ميډيا ته دښه ماحول برابرول لازمي دي.

پرويز رشيد وويل وفاقي حکومت صحافيانو اؤ ميډيا هاؤسز ته په تحفظ ورکولو ژمن دى اؤ زياته يې کړه چې ددې مقصد لپاره يوه کميټي هم جوړه شوې دکومې لمړۍ غونډه چې به نن کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG