لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده : دسکول په گاډي حمله کې طالب علمه زخمي


داطلاعاتو صوبائي وزير مشتاق غني په ډاگه کړه چې بريد کې يواځې يوه طالب علمه ژوبل شوې ده.
داطلاعاتو صوبائي وزير مشتاق غني په ډاگه کړه چې بريد کې يواځې يوه طالب علمه ژوبل شوې ده.

چارواکي وائي دجمعې په ورځ وسله والو دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په چارسده سيمه کې دسکول په يو گاډي حمله کړې چې له امله يې يوه طالب علمه ژوبل شوې ده.

دپاکستان سرکاري ټي وي په ابتدائي توگه دغه حمله کې دډرائيور دوژل کيدو اؤ دريوؤ طالب علمانو دژوبل کيدو خبر ورکړى ؤ خو وروستو داطلاعاتو صوبائي وزير مشتاق غني په ډاگه کړه چې بريد کې يواځې يوه طالب علمه ژوبل شوې ده.

دډزو دغه پيښه کې دجمعې په سحر دچارسدې په مني خيل سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې نامعلومو وسله والو دسکول په يو گاډي ناتاره ډزې وکړې چې پکې يوه طالب علمه ژوبل شوه. دبريد څخه وروستو وسله وال تيښته کې بريالي شوي دي.

سرچينې وائي حمله کې دغه طالب علمه سخته ژوبل شوې چې دعلاج لپاره ډسټرکټ هيډکوارټرز چارسدې ته رسول شوې ده.

دسرچينو وينا ده چې په دغه گاډي کې دپيښې په مهال لږ ترلږه ١٢ طالب علمان ناست وؤ اؤ دپوليسو وينا ده چې دحمله کوونکو هدف دگاډي ډرائيور ؤ.

دوه ورځې دمخه هم دخيبرپښتونخوا په بنو ضلع کې ديو سرکاري سکول څخه بهر دبمونو ناکاره کوونکو پوليسو يو بم ناکاره کړى ؤ.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول دطالبانو لخوا دترسره شوې حملې څخه وروستو ټول پاکستان کې دتعليمي ادارو تحفظ لپاره حکومت گامونه سخت کړي خو ددغه پيښې وروستو دتعليمي ادارو په تحفظ انديښنې څرگندولى شي، ددغه پيښې څخه وروستو دټول هيواد په کچه دماشومانو ديخنۍ رخصتو کې پراختيا هم راوستل شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG