لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اؤ چين دافغان امن لپاره ملاتړ تکرار کړى


 ددغو سټريټجک مذاکراتو شريکه مشري دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمد چوهدري، دچين دخارجه چارو مرستيال ليو جيانچاؤ اؤ دافغانستان مرستيال خارجه وزير حکمت خليل کرزۍ کړې ده.
ددغو سټريټجک مذاکراتو شريکه مشري دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمد چوهدري، دچين دخارجه چارو مرستيال ليو جيانچاؤ اؤ دافغانستان مرستيال خارجه وزير حکمت خليل کرزۍ کړې ده.

دچين، افغانستان اؤ پاکستان ددرې فريقي سټريټجک مذاکراتو لمړى پړاؤ دافغانستان پلازمينه کابل کې ترسره شوى اؤ په دغه مهال دريواړو هيوادونو دترهه گرۍ دمخنيوي اؤ سلامتۍ په اړه دعملي گامونو په اخستو اتفاق کړى دى.

ددغو سټريټجک مذاکراتو شريکه مشري دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمد چوهدري، دچين دخارجه چارو مرستيال ليو جيانچاؤ اؤ دافغانستان مرستيال خارجه وزير حکمت خليل کرزۍ کړې ده.

دريواړو غواړو په دغه موقع دسيمې په صورتحال، دامنيت اؤ سلامتۍ په چارو اؤ درې اړخيزه عملي همکارۍ غور کړى دى، ددريواړو هيوادونو مشرانو افغانستان کې دامنيت اؤ ثبات دټينگښت لپاره دهڅو کولو اراده کړې ده.

چين اؤ پاکستان دافغانانو په مشرۍ دامن اؤ جوړجاړي دعمل لپاره خپل ملاتړ تکرار کړو.

دريواړو خواؤ افغانستان کې دملي يو والي دنوي حکومت دجوړيدو اؤ دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دښو دوه اړخيزو اړيکو، اؤ دسياسي، سلامتۍ، معاشي اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي په چارو کې يې ددواړو هيوادونو دسيوا شوې همکارۍ هرکلى وکړو.

راپورونه وائي دريواړو خواؤ په دې خبره هم اتفاق کړى چې ددرې فريقې سټريټجک مذاکراتو لاندې به عملي مرسته کوي اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي اؤ سلامتۍ په چارو کې به همکاري نوره هم ژوروي.

په دغه موقع دپاکستان خارجه سکتر دافغانستان مرستيال خارجه وزير حکمت کرزۍ اؤ دچين مرستيال خارجه وزير ليو جيانچاؤ سره هم وليدل اؤ پ دسلامتۍ اؤ سيمه ايز امنيتي صورتحال په گډون يې ورسره په بيلا بيلو مهمو چارو خبرې اترې وکړې.

دپاکستان خارجه سکتر دافغانستان دکورنو چارو وزير نورالحق علومي سره هم ليدنه کړې دکوم په مهال چې دپاکستان اؤ افغانستان دامنيتي ځواکونو اؤ قانون نافذونکو ادارو ترمينځ دنزدې همکارۍ په ارزښت خبرې اترې شوي دي.

په دغه مهال دافغانستان دکورنو چارو وزير نورالحق علومي وويل چې سيمه کې دامن اؤ سلامتۍ لپاره دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ ښې اړيکې مهمې دي، دواړو مشرانو په پاک افغان پوله دانتظاماتو په ښه کولو هم اتفاق وکړو.

دپاکستان خارجه سکتر دافغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني سره هم ليدنه کړې په پاک افغان اړيکو يې ورسره خبرې اترې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG