دشورو په ورځ يوکرين کې خونړۍ جگړه روانه ده اؤ په دغسې صورتحال کې ديوکرين، روس ، فرانس اؤ جرمني چارواکي ددغه لانجې په اړه ديوې غونډې کولو تياري کوي، دغه جگړه کې دتيرکال داپريل دمياشتې راهسې تر دې مهاله 5300 کسان وژل شوي دي.
دياغيانو دچارواکو، ايمرجنسي اؤ عملې ترمخه د ياغيانو لخوا نيول شوي ختيز ښار Donetsk دوه کسان هاغه وخت ووژل شوله کله چې دبسونو په يوه اډه گوله ولگيده، عسکري چارواکي وائي چې د Debaltseve سره نزدې دياغيانو حملو کې لږ ترلږه ١٩ عسکر وژل شوي اؤ ٧٨ نور ژوبل شوي دي.
دشورو په ورځ بيلاروس کې دخبرو اترو څخه دمخه ديوکرين صدر پيټرو پوروشينکو دڅلورو هيوادونو دغه غونډه دهغه دهيواد دځواکونو اؤ روسي پلوه بيلتون خوښو ترمينځ دجگړې دختميدو دوروستو موقعو څخه يوه گڼلې ده.
سپينې ماڼۍ وئيلي دي چې صدر براک اوباما روسي صدر ولاديمير پيوټن سره دټيليفون له لارې رابطه کړې اؤ په هغه يې غږ کړى چې ديوکرين لپاره دې دامن دتړون ملاتړ وکړي.
يوکرين اؤ لويديز هيوادونه په روس دخپلو پوځونو ليږلو اؤ ياغيانو ته دوسلې ورکولو تورونه لگوي خو روس دغه تورونه ردوي.