پيښور —
سرچينې وائي دپاکستان قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې يوه فضائي کارروايۍ کې لږ ترلږه ٧ ترهه گر وژل شوي اؤ ١٥ نور ژوبل شويدي.
دسرچينو ترمخه دغه فضائي کارروايۍ دخيبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې شوې چې پکې دتندلارو اووۀ ځالې هم تباه کړل شوي دي.
پوځ تيرکال دجون په مياشت کې دتندلارو په ضد شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې عمليات پيل کړي وؤ اؤ وروستو دپوځ وياند وويل چې دشمالي وزيرستان دعملياتو څخه خيبرايجنسۍ ته دتښتيدلو جنگيالو په ضد هم دخيبرون په نوم عمليات پيل کړي شوي دي.
دپاکستان پوځ په دغو عملياتو کې دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه دغو نښتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.