لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دسکولونو تحفظ لپاره دگورډن براؤن امنيتي پلان


 پاکستان کې دنورو هيوادونو په پرتله په تعليمي څانگه پسې په تړلو کسانو اؤ ادارو زياتې حملې ترسره شوي دي.
پاکستان کې دنورو هيوادونو په پرتله په تعليمي څانگه پسې په تړلو کسانو اؤ ادارو زياتې حملې ترسره شوي دي.

دبرطانوي خبري اژانس ترمخه دملگرو ملتونو استازي گورډن براؤن پاکستان کې دسکولونو دخونديتوب لپاره يو امنيتي پلان وړاندې کړى چې پکې دسکولونو څخه چاپيره دامنيتي ساحې جوړول، دوسله والو ساتونکو د گمارلو، د اوسپنو دپيژندگلو کوونکو الاتو اؤ په بيړني حالت کې د کارکوونکي مواصلاتي نظام وړانديزونه شامل دي.

په ١٦م دسمبر،٢٠١٤م کې دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو حمله کې د١٣٠ؤ نه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو پخواني برطانوي وزيراعظم دپاکستان وزيراعظم نواز شريف سره دسکولونو دخوندي کولو لړ کې خبرې اترې کړي دي.

پاکستان کې دنورو هيوادونو په پرتله په تعليمي څانگه پسې په تړلو کسانو اؤ ادارو زياتې حملې ترسره شوي دي.

خيبرپښتونخوا صوبه کې په سکولونو دتيرو پينځوؤ کلونو په مهال د١٠٠٠ؤ څخه زياتې حملې شوي دي.

گورډن براؤن چې پاکستان کې دسکولونو دتحفظ لپاره د کوم امنيتي پلان وړانديز کړى هغې کې دا هم وئيل شوي چې په کوم سکول دحملې په صورت کې بايد په سمدستي توگه دمرستې غوښتو اؤ دنورو سکولونو دخبرولو يوه طريقه موجوده وي.

دپلان ترمخه بيلا بيلو سيمو کې موجود واړۀ سکولونه دې يو ځايې ته راوړل شي اؤ يا دې دغه سکولونه داسې ځائيونو ته بدل کړل شي چرته چې زيات امنيتي انتظامات وي.

دغه پلان کې په مهمو ځائيونو لکه چتونو دوسله والو ساتونکو دگمارلو ، دامنيتي عملې دسخت جاج اخستو غږ شوى اؤ پکې دسکول دټرانسپورټ په اړه هم يادونه شوې اؤ پکې وئيل شوي چې هره ورځ دې دسکول بسونه دچاؤديدونکو الو معلومولو لپاره وکتلى شي.

دپاکستاني وزيراعظم يو وياند سکولونو کې دماشومانو دسلامتۍ دغوره کولو لپاره براؤن سره په گډه دکار کولو ژمنه تکرار کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG