دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري وئيلي دي چې افغانستان څخه دغيرملکي پوځونو دوتلو څخه وروستو به سيمه کې دپاکستان کردار مهم وي.
جان کيري سيمه کې دامنيت اؤ ثبات په ټينگښت کې دپاکستان دهڅو ستائينه کړې ده.
واشنگټن کې دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال جان کيري وويل وزيراعظم نواز شريف اؤ دپوح سرلښکر جنرل راحيل شريف دترهه گرۍ دلعنت مخنيوي لپاره حقيقي هڅې کوي.
هغه وويل سيمې کې دامن اؤ ثبات لپاره دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ شراکت موجود دى اؤ په گډه به دترهه گرۍ دمخنيوي اؤ جمهوريت دثبات لپاره کار کوي، هغه وويل پاکستان سره اقتصادي مرسته هم غزول غواړي.
دامريکا خارجه وزير وويل هيواد به يې دترهه گرۍ مخنيوي اؤ اقتصادي څانگه کې پاکستان سره مرسته دوامداره ساتي.
همدغه شان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وويل دترهه گرۍ په ضد پاکستان اؤ امريکا ته يو شان چيلنجونه پيښ دي اؤ هغوي دترهه گرۍ په ضد موثره گامونه اخلي.
هغه وويل دتيرو څو مياشتو په مهال دترهه گرۍ په ضد مهمې لاسته راوړنې شوي اؤ اوسنۍ هڅې به دترهه گرۍ په ضد جگړه کې مثبتې ثابتيږي، هغه وويل دترهه گرۍ مخنيوي لپاره به امن خوښي يوځايې کول وي.
نثار وويل دترهه گرۍ دعواملو له مينځه وړل ضروري دى اؤ زياته يې کړه چې دغه ديو هيواد نه بلکې دټولې نړۍ ستونزه ده.
هغه وويل دپاکستان اؤ افغانستان اړيکې ښې شوي اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي ترڅنگ دمعيشت څانگه کې هم مرسته سيوا کيږي.
دکورنو چارو وويل دپاکستان اؤ امريکا اړيکو کې لوړې ژورې راغلي خو ومنله چې دتيروڅو مياشتو راهسې دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ هم اړيکې ښې شوي
له دې وړاندې چوهدري نثار سره ديوې ليدنې په مهال جان کيري په دوه اړخيزه اړيکو اؤ سيمه کې دامن اؤ ثبات په چارو خبرې اترې وکړې.
چوهدري نثار اؤ جان کيري ددواړو هيوادوونو ترمينځ دسټريټجک مذاکراتو دعمل لاندې ددوه اړخيزه مرستې په رفتار داطمينان څرگندونه وکړه.