پاکستان دامريکا دصدر براک اوباما له لوري ددې څرگندونو هرکلى کړى چې ترهه گري کوم مذهب سره تعلق نۀ لري.
دواشنگټن ددرې ورځني سفر په پايې کې خبريالانو سره دخبرو په مهال دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وويل بايد ترهه گر دهغوي په ورانکارو وپيژندل شي نۀ چې دکوم مذهب سره دپيوستون په ذريعه اؤ زياته يې کړه چې ددې واضحه دريځ سره به دترهه گرۍ په ضد جگړه کې مرسته وشي.
له دې وړاندې دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دامريکا دقومي سلامتۍ لپاره دصدر براک اوباما مشاورې سوزن رائس سره ليدنه کړې ده.
چوهدري نثار علي خان روانه اوونۍ کې په سرکاري دوره امريکا ته رسيدلى ؤ.
يو بيان کې سوزن رائس واشنگټن کې دترهه گرۍ دمخنيوي کانفرنس کې دچوهدري نثار علي خان په مشرۍ دورغلي پاکستاني هيئت دکردار ستائينه کړې ده.
ليدنه کې دواړو مشرانو دترهه گرۍ دخطرې مخنيوي لپاره په گډه په کار کولو اتفاق کړى دى.
چوهدري نثار علي خان اؤ سوزن رائيس په دوه اړخيزه اړيکو، سيمه ايز ثبات اؤ افغانستان کې دجوړجاړي دعمل په اړه خبرې اترې کړي دي.
دقومي سلامتۍ مشاورې ددغه ليدنې په مهال پاکستان ته دترهه گرۍ دختمولو هڅو کې دامريکا له لوري دمرستې باور ورکړى دى.
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په دغه مهال سوزن رائيس پاکستان کې دترهه گرو په ضد دروانو عملياتو اؤ دقومي ايکشن پلان لاندې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره داخستل کيدونکو گامونو څخه هم خبر کړې، دواړو هيوادونو دترهه گرۍ په ضد دکار په دوامداره ساتلو اتفاق کړى دى.