لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ: د ترهگرۍ په ضد قامي تگ لاره باندې عمل شورو شوی


د ترهگرۍ د پېښو دپاره به په کراچۍ او د صوبې په نورو برخو کې ځانگړې تهاڼې او جېل جوړول کيږي ،
د ترهگرۍ د پېښو دپاره به په کراچۍ او د صوبې په نورو برخو کې ځانگړې تهاڼې او جېل جوړول کيږي ،

د سندهـ صوبې د محکمه داخله سيکرټري عبدالکبير قاضي وايي ، د حکومت په مرکزي سطح د ترهگرۍ په ضد جوړې شوې قامې تگ لارې (نيشنل اېکشن پلان) باندې صوبه کې عمل شورو شوی ، او عملي گامونه پورته کولی شي .

وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې عبدالکبير ووئيل ، د صوبې اپېکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې چې د ترهگرۍ د پېښو دپاره به په کراچۍ او د صوبې په نورو برخو کې ځانگړې تهاڼې او جېل جوړول کيږي ، او په صوبه کې په غېرقانونه توگه د مېشت بهرنيانو په ضد د کاروايۍ دپاره د هغويې مالومات رايوځايی کولی شي .

"ټول بهرنيان چې په صوبه (سندهـ) کې په غېرقانونه توگه مېشت دي د هغويې شمېره د(۲۵ نه تر ۲۷ لاکو) پورې ده او په دغو کې د افغان کډوالو شمېره د (۱۰ لاکو) نه زياته ده چې غېرقانونه دي او رجسټرډ نه دي ، او(۶۷زره) پکې رجسټرډ شوي دي ".

هغه ووئيل دلته په مېشت نورو بهرملکيانو کې بنگاليان او د برما د خلکو سره د نورو هېوادونو کسان هم شامل دي . د هوم سيکرټري په وينا د بهرنيانو د ويستو په لړ کې به د مرکزي حکومت په پرېکړه عمل کوي .

د ملگرو ملتونو لخوا د کډوالو د نړېواله ادارې يو اېن اېچ سي ار د شمېرې ترمخه پاکستان کې ټول رجسټرډ افغان کډوال (۱۶ لاکه) دي چې په دويې کې(۶۷زره) په سندهـ صوبه کې يواېن اېچ سي ار سره رجسټرډ دي .

ولې په پاکستان کې د غېر رجسټرډ افغان کډوالو په گډون په غېرقانونه توگه د نورو بهرملکيانو کره شمېره يا د هغويې ريکارډ په يو ځاې کې هم نشته .

د محکمه داخله سيکرټري وايي ، دوه ورځې وړاندې د اپېکس کميټۍ په غونډه کې په غلطۍ سره د افغان کډوالو شمېره(۲۷ لاکه) ښودل شوې وه . د کمېټۍ په دغې غونډه کې وئيل شوي ؤ چې صوبه کې به د مدرسې يا جماعت جوړولو نه وړاندې به هر څوک د صوبايي حکومت اجازت اخلي .

د راپورونو ترمخه تېره ورځ د صوبې په بدين سيمه کې ۱۴ غېررجسټرډ مدرسې بندې کړی شوي دي .

خو عبدالکبير وايي دويې يواځې د هغو مدرسو يا نورو عبادت خانو په ضد د کاروايۍ پلان لري چې په غېرقانونه توگه په سرکاري زمکو جوړې شوي دي .

د نيشنل اېکشن پلان لاندې پوځې عدالتونو ته د مقدمو لېږلو په اړه نوموړي ووئيل ، مونږ د صوبې لخوا مرکزي حکومت ته د پوځي عدالتونو دپاره ۸۵ کېسونه لېږلي دي .

"په دغو کېسونو کې ۶۴ مونږ ځانگړي کړي او نور به مرکزي حکومت خپله گوري او پوځي عدالتونو ته به يې وړاندې کوي ، او په دغو کېسونو کې چې ټول د ترهگرۍ دي پکې د ۲۰۰ نه زيات ملزمان شامل دي ".

د سندهـ صوبې په نورو برخو او کراچۍ ښار کې د داعش ډلې د موجودگۍ د تپوس په ځواب کې نوموړي ووئيل "تراوسه پورې کوم داسې رپورټ نشتی چې هغويې دلته سيټ اپ کړی يا وجود لري يو ، دوه ځايه د هغويې وال چاکنگ (په ديوالونو ليکل) شوی دی" .

د هوم سيکرټري په وينا چې دغه دومره لويه مسله گڼل نه دي پکار ، خو دا ضرور ده چې وال چاکنگ يې شوی او د موجودگۍ کره خبر يې نشتی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG