لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډکپ : افغانستان ـ سکاټ لېنډ ته ماتې ورکړه


د افغانستان کپتان محمدنبي ټاس گټلی او سکاټ لېنډ ته يې بيټنگ وړومبی بيټنگ ورکړی ؤ .
د افغانستان کپتان محمدنبي ټاس گټلی او سکاټ لېنډ ته يې بيټنگ وړومبی بيټنگ ورکړی ؤ .

د کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۵ په روانو سيالو کې افغانستان ـ سکاټ لېنډ ته په يو وکټ ماتې ورکړه ، سکاټ لېنډ په لمړي بيټنگ کې ۲۱۰ رنزونه جوړ کړي او د افغانستان ټيم په اخرني اوور کې هدف پوره کړو او د ورلډکپ خپل لمړی مېچ يې وگټو .

د افغانستان کپتان محمدنبي ټاس گټلی او سکاټ لېنډ ته يې بيټنگ وړومبی بيټنگ ورکړی ؤ .

سکاټ لېنډ په لمړي بيټنگ کې په ټولو لوبغاړو سوځېدو په ټاکل شوؤ ۵۰ اوورونو کې ۲۱۰ رنزونه جوړ کړي وو .

د افغانستان لخوا سمېع الله شينواري په ۱۴۷ بالونو ۹۶ رنزونه جوړ کړل ، او په کامياب بيټنگ يې د افغانستان گټه يقيني کړه .

سمېع الله شينواري د مېچ غوره لوبغاړی وگرځول شو .

د افغانستان لخوا جاوېد احمدي ۵۱ رنزونه جوړ کړي ، او شاپور زدران د اخرني اوور په درېم بال چوکه ووهله او دغه رنگ افغانستان په يو وکټ مېچ وگټو .

د سکاټ لېنډ په لوبغاړو کې زيات رنزونه ۳۱ ، ۳۱ دوه بېټسمېنانو جوړ کړي وو ، مټ مېچن په ۲۸ بالونو او ماجدحق په ۵۱ بالونو ۳۱ رنزونه جوړ کړي وو .

د افغانستان په بالرانو کې شاپور زدران څلور او دولت زدران درې وکټې اخيستې دي ، محمدنبي ، حامدحسن او گلبدين نائب يو يو کهلاړي اؤټ کړی دی .

د سکاټ لېنډ په بالرانو کې رچرډ بيررنگټن د افغانستان څلور لوبغاړي اؤټ کړل .

د ورلډکپ په روانو سيالو کې د افغانستان او سکاټ لېنډ د ټيمونو دا درېم مېچ ؤ ، دواړو ټيمونو له دې وړاندې خپل دواړه مېچونه بائيللي وو .

افغانستان ته په خپل لمړي مېچ کې بنگله دېش او دوهم کې سري لنکا ماتې ورکړې وه .

دغه رنگ سکاټ لېنډ ته په لمړي مېچ کې نيوزي لېنډ ، دوهم کې انگلېنډ او نن په درېم مېچ کې ورته افغانستان ماتې ورکړه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG