لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان :دواورې دگټانوخوئيدو له امله دمړو شمير200ؤ ته رسيدلى


راپورونه وائي چې پنحشير کې دمړو شوؤ کسانو شمير د١٨٠ؤ څخه زيات دى
راپورونه وائي چې پنحشير کې دمړو شوؤ کسانو شمير د١٨٠ؤ څخه زيات دى

چارواکي وائي افغانستان کې دواورې دگټانو دراپريوتو پيښو کې دمړو شمير ٢٠٠ؤ ته رسيدلى دى.

دزيارت په ورځ دپنجشير مرستيال والي عبدالرحمان کبيري وئيلي دي چې دواورې دگټانو راوخوئيدو له امله زياتره خلک پنجيرشيرولايت کې مړۀ شوي چې شمير يې ١٦٨ دى.خوراپورونه وائي چې پنحشير کې دمړو شوؤ کسانو شمير د١٨٠ؤ څخه زيات دى.

دواورې دغه گټان تر څو ورځو دواورې وريدو وروستو راخوئيدلي چې پکې ياد شوي ولايت کې دسلو څخه زيات کورونه ړنگ شوي اؤ مرکزي سړکونه ورسره هم بند شوي دي چې له امله يې ځپلو سيمو ته امدادي کارکوونکي رسيدو کې هم د ستونزو سره مخ دي

کبيري دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه هم خودلې ده اؤ زياته کړې يې ده چې هغوي دتيرو دريوؤ لسيزو راهسې پنجيرشير کې نۀ خو دغه رقم دواورې ورښت اؤ نۀ هم ددومره گټانو راښئيدل ليدلي.

دواورې دگټانو راپريوتو له امله نور کسان دافغانستان شمال ختيز نورستان اؤ بدخشان ولايتونو، ختيز کې په ننگرهار اؤ لغمان اؤ دباميان په مرکزي ولايت کې مړۀ شوي دي.

امدادي غړي اوس هم دواورې لاندې دگيرو کسانو دراويستو لپاره کار کوي.

سږکال افغانستان کې دنورکله په پرتله يخني کمه وه اؤ خلک يخنۍ کې په ناڅاپي توگه زياتوالي راتللولپاره تيار نۀ وؤ.

چارواکي دا هم وائي چې دواورې دورښت په وجه دمړو شوؤ کسانو خاورې ته دسپارلو عمل هم دځنډ ښکار دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG