لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې دې تجارتي مېلې وشي ، سوداگر


"که په خېبرپښتونخوا کې دغه رنگ مېلې راجوړې شي او بهرني سوداگر راوغواړي نو زمونږ بهرنی تجارت به ورسره سېوا شي" .
"که په خېبرپښتونخوا کې دغه رنگ مېلې راجوړې شي او بهرني سوداگر راوغواړي نو زمونږ بهرنی تجارت به ورسره سېوا شي" .

د پاکستان ستر صنعتي ښار کراچۍ کې څلور ورځنۍ سوداگريزه مېله اېکسپو پاکستان ۲۰۱۵ نن سر ته ورسېده ، چې پکې پاکستان کې د پېداکېدونکو مختلفو مصنوعاتو ، زرعي پېداوار سټالونه لگېدلي او د بهر هېوادونو گڼ شمېر سوداگرو پکې گډون کړی دی >

په دغې مېله کې د خېبرپښتونخوا صوبې نه د سبزيانو او مېوو سره د هېنډي کرافټس سټالونه هم لگېدلي او د دغو سوداگرو په وينا مېله کې ورته د بهرنې تجارت موقعې په لاس راغلې دي .

د پاکستان د سبزيانو او ميوؤ د اتحاديي مرستيال مشر عبدالوحيد په کراچۍ کې د ترسره شوې نهمې کاروباري تجارتي مېلې اېکسپو ۲۰۱۵ نه هيله لري ، چې دغې مېلې ته د بهرنو راغلو سوداگرو د سودا سره به د سبزيانو او مېوؤ بهرنی تجارت په ملينونو ډالره زيات شي .

وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي ووئيل ، له دې وړاندې زمونږ د سبزيانو او مېوؤ د کال په سر بهرنی تجارت ۶۲۵ ملينه ډالره وو ،

"مونږ هيله مند يو چې زمونږ بهرنی تجارت به د دغې مېلې په وجه د ۶ تر ۷ ملينه ډالره پورې نور زيات شي او دغه رنگ که دا سلسله جاري وساتل شوه نو زمونږ بهرنی تجارت به د ۱۵ نه ۲۰ ملينه ډالره پورې نور وغزيږي" .

نوموړي ووئيل مونږ د پاکستان نه ډېرو ملکونو ته په مېوؤ کې آم او کينو او په سبزيانو کې آلو او پياز په غټه کچه لېږو ، د دې نه علاوه نورې سبزيانې او مېوې هم بهر ځي خو هغه په کم مقدار کې وي .

هغه ووئيل آم په پنجاب او سندهـ ، آلو په پنجاب او پياز په سندهـ او بلوچستان کې پېدا کيږي ، دغه رنگ د خېبرپښتونخوا نه مټر ، کرېلا او گاځرې بهر لېږل کيږي او نورې سبزيانې يې هم ښه دي خو د کم پېداوار له وجې يې بهرنی تجارت کم دی .

او د بلوچستان مڼې د ايران نه قاچاق کېدونکې مڼې اغېزمندي کړي ، ځکه د بلوچستان مڼې بهر ونه لېږل شي او دلته يي هم په مارکيټ کې قيمت کم شي .

د عبدالوحيد په وينا د مېوؤ او سبزيانو په مد کې پاکستان کې نوی تحقيق نه کيږي ځکه د پېداوار معيار ښه نه دی او که پېداوار ښه کړی شو نو د تجارت سېوا کېدو سره به د زميدارو گټه او د روزگار موقعې هم نورې زياتې شي .

د کراچۍ تجارتي مېلې ته د پېښور نه راغلي د سبزيانو او مېوؤ سوداگر مسعود احمد ملک ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، مونږ دلته هرقسمه مېوې او سبزيانې راوړې وې او سوداگرو ته مو وړاندې کړې ، او نوموړی په خېبرپښتونخوا کې د پېدا کېدونکو سبزيانو په اړه وايي .

"تقريباً ۸۰ فيصده سبزيانې په خېبرپښتونخوا کې کيږي او کوالټي يي ښه وي بهر لېږل کيږي خو کرېلا باندې يورپ ته د تلو د بندېز ويره ده ځکه چې په دې باندې د فروټ پلايي يا مچ يو مرض دی" .

هغه زياته کړه د سبزيانو د دغې مرض چې د مچ يا مچۍ په شکل کې دی مخنيوی يې په حکومتي سطح کېدی شي ، يواځې زميدار نه شي کولی چې د دغې مرض علاج وکړي .

مېله کې گډون وال يو بل سوداگر بيا وايي د خېبرپښتونخوا د سبزيانو او مېوؤ بهرنی تجارت د دې سره سېوا کېدی شي چې دغه رنگ مېلې هلته راجوړې شي .

"که په خېبرپښتونخوا کې دغه رنگ مېلې راجوړې شي او بهرني سوداگر راوغواړي نو زمونږ بهرنی تجارت به ورسره سېوا شي" .

مېلې ته د پېښور نه راغلې هُمافياض چې د هېنډي کرافټس يا په لاسونو د جوړو څيزونو سټال يې لگولی دی ، وايي په مېله کې ورته د دغو څيزونو د تجارت زياتولو او بهر ملکونو ته د لېږلو موقعې راجوړې وې ، او نوموړې هم د مېلې نه د خپل کاروبار د ښه کېدو طمع لري .

"د بهر نه چې کوم د سوداگري پلاوي راغلي وو هغويي مونږ ته مثبت ځواب وئيلی دی او په هغې به مونږ کار کوؤ چې مخکې يې بوځو ".

د سوات نه راغلی سوداگر بخت زمين گل چې د سوات د اسلام پور جوړې د زنانوؤ او نارينه ؤ څادرې ، شړۍ ، پکولونه او واسکټې يې په مېله کې ننداره کړي دي ، هغه د خپل صنعت او مېلې د گټو په اړه وايي ،

"ځايي کاروباريانو د کراچۍ او لاهور سوداگرو زمونږ سره په دغو څيزونو کې دلچسپي لرلې ده او د د انگلېنډ نه راغلي يوې پارټۍ هم مونږ سره خبرې شوي دي او يو بل ته مو کارډونه ورکړي دي" .

نوموړی زياتوي که چرته زمونږ مصنوعات د بهر ملکونو منډيو مته ورسېدل نو دا صنعت ډېر گټور کېدی شي .

د خېبرپښتونخوا صوبې نه په سرکاري توگه مېله کې استازيتوب ته راغلي د محمداميرخان نه مو چې د خېبرپښتونخوا د سوداگرو د نيوکو او گيلو پوښتنه وکړه ، نو نوموړي ووئيل په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د مختلفو مصنوعاتو پېدا کوؤنکو کاروباريانو رجسټرډ اتحاديې نشته ، ځکه دغه خلک خپله په دې مېلو کې برخه نه اخلي ، خو نوموړی ځينې کمزورۍ هم مني .

محمدامير وايي دويې دغه ډول وړې مېلې په پېښور کې کړي دي ، خو د امنيت له کبله وس دويې نه شي کولی چې غټې کاروبارې مېلې راجوړې کړي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG