د کرکټ ورلډکپ په سيالو کې د اسټريليا د ۴۱۷ رنزونو په ځواب کې د افغانستان ټول ټيم په ۳۷م اوور کې په ۱۴۲ رنزونو اؤټ شو ، او اسټريليا په ۲۷۵ رنزونو دغه مېچ وگټو .
د اسټريليا په پرت کې د دغې مېچ ټاس افغانستان گټلی او اسټريليا ته يې بيټنگ ورکړی ؤ ، اسټريليا په ټاکلو ۵۰ اوورو کې په شپږو وکټو ۴۱۷ رنزونه جوړ کړي وو .
د افغانستان لخوا کوم يو لوبغاړي د اسټريليا په ضد زيات رنزونه جوړ نه کړی شو .
د افغانستان جاوېداحمدي ۱۳ رنزونه ، عثمان غني ۱۲ ، نوروز مېنگل ۳۳ ، اصغر ستانکزۍ ۸ ، سميع الله شينواري ۱۷، محمدنبي ۲، نجيب الله زدران ۲۴، افسرزازي ۱۰ ، حامدحسن ۷ او دولت زدران او شاپور زدران په 0,0 اؤټ شو .
د اسټريليا جانسن څلور ، سټارټ او جوش هوزليوډ دوه دوه وکټې واخيستې .
د ۱۹۹۶ نه وروستو د ورلډکپ په ترسره شوؤ سيالو کې ۴۱۷ رنزونه د کوم ټيم تر ټولو زيات سکور دي ، چې اسټريليا د افغانستان په ضد جوړ کړو .
د اسټريليا په بيټنگ کې ډېوډ وارنر ۱۷۸ ، سټيوسمتهـ ۹۵ او گېلن مېگزوېل ۸۸ رنزونه جوړ کړي وو.
د افغانستان په بالنگ کې دولت زدران او شاپور زدران دوه دوه او حامدحسن او نوروز مېنگل يو يو وکټ اخيستی ؤ.
د پول ای دغو دواړو ټيمونو له دې وړاندې افغانستان درې مېچونه کړي دي ، په يو کې يې سکاټ لېنډ ته ماتې ورکړې ، يو يې په بنگله دېش او بل يې په سري لنکا بائيللی ؤ ، او نن يې د اسټريليا نه ماتې وخوړه .
دغه رنگ اسټريليا لمړي مېچ کې انگلېنډ ته ماتې ورکړې ، بنگله دېش سره يي د باران له وجې مېجچ نه ؤ شوی او درېم کې ورته نيوزي لېنډ ماتې ورکړې وه ، او نن يې افغانستان ته ماتې ورکړه .