لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو قداور شاعر شمس القمر انديش وفات شوى


انديش صيب د منفرد اسلوب اؤ خپل لوړ فکر وفن له امله په ټوله پښتنه نړۍ کې يو ځلانده مقام لرلو اؤ د هغه شاعري د وخت لويو لويو نقادانو اؤ شاعرانو ستائيلې ده.
انديش صيب د منفرد اسلوب اؤ خپل لوړ فکر وفن له امله په ټوله پښتنه نړۍ کې يو ځلانده مقام لرلو اؤ د هغه شاعري د وخت لويو لويو نقادانو اؤ شاعرانو ستائيلې ده.

د پښتو ژبې د غزل لويې شاعر شمس القمر انديش د اتوار په ورځ د ورپيښې ناروغۍ له امله د يو اتياؤ کالو په عمر کې په حق رسيدلى اؤ ټاکل شوې ده د گل په ورځ غرمه يوولس بجې يې د خيبر پښتونخوا د مردان د مايارو په سيمه کې جنازه ترسره کيږي.

انديش صيب د منفرد اسلوب اؤ خپل لوړ فکر وفن له امله په ټوله پښتنه نړۍ کې يو ځلانده مقام لرلو اؤ د هغه شاعري د وخت لويو لويو نقادانو اؤ شاعرانو ستائيلې ده.

دهغه د شاعرۍ په هکله د پښتو ستر نقاد، محقيق، شاعر اؤ افسانه نگار ښاغلى هميش خليل وايي غزل په صحيح معنو کې غزل پيش کول د هر چا د وس کار نۀ دى اؤ د ښه غزل پيش کولو شاعران کۀ ډير کم دي خو دا کمى کۀ مونږ ډئر کم کړو نه بيا هم د شمس القمر انديش په دغه فهرست کې د يو معتبر اهميت په توگه څرگند ليدى شي

دانديش صيب شاعري په خصوصي ډول غزلونه د وخت مشهورو سندرغاړو پخپلواوازونو کې وئيلي خو دهغه د غزلونو کومه باقاعده ټولگه په کتابي شکل کې مخې ته نۀ ده راغلې البته د انقلابي نظمونو مجموعه يې د د فخر افغان په نوم په کتابي شکل چاپ ده چې دغه نظمونه به يې د باچا خان په جلسو کې وئيل.

د افغانستان سره تعلق لرونکى ځوان شاعر اؤ ژورنالست ښاغلي طاهر ځلاند وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره د انديش صيب په حواله خپلو خبرو کې وئيلي اندېش د شلمې پیړۍ هغه صاحب طرز او صاحب اسلوب شاعر دی، چې پښتو غزل یې د ټولو نزاکتونو سره سره د فکر له پلوه هسک او لوړ کړ

ځلاند وايي د اندېش د غزل مزاح تازګي لري او چې کله یې لوستونکی شاعري لولي نو محسوسوي چې د نن ورځې د یو باشعوره لیکوال تخلیق ته ناست دی

د طائر ځلاند په وينا د شاعرۍ په حواله د اندېش صیب غټه خوبي داده چې لوی لوی شاعران ترې متاثره دي

او هغوي د اندېش له شاعرۍ استفاده کوي.

ښاغلى شمس القمر انديش د مردان د مايارو په کلي کې د عمر خان کره په کال 1934ء کې داکتوبر په مياشت کې زيږيدلى ؤ اؤ د پنجاب پوهنتون څخه يې 1969 کې د بي اى ډگري ترلاسه کړې وه

د هغه تعلق د يوې زميدارې کورنۍ سره ؤ اؤ پخپله د انديش صيب د تجارت سره شوق ؤ ، خپل ټول عمر يې په تجارت کې تيرکړى ؤ.

د باچا خان په مشرۍ په خدايي خدمتگار تحريک کې يې هم فعاله رول ترسره کړى ؤ اؤ دباچا خان په زياتره جلسو کې به يې انقلابي نظمونه وئيل .

د انديش صيب ډير غزلونه د وخت مشهورو سندرغاړو پخپلو اوازونو کې وئيلي چې د عروج بام ته رسيدلي دي.

د شاعرۍ څو نمونې يې په لاندې ډول دي.

زۀ خو د ژوند د لارې هاغه سرته ورسيدم

ته چرته پاتې شوې اشنا زۀ چرته ورسيدم.

مرگ ميلمه دى اى انديشه د احساس تر طبيعته

چاله ورځ کې څو څو ځله چا له ژوند کې يو ځل راشي

بيا ولې هر سړى ويريږي د خپل سيوري نه هم

ځه وشوه خير دى زۀ دې ښار ته مقتل نۀ وايمه

ما اؤ حالاتو نن په دې دعا د خير وکړه

ساز ته به ساز وايم خو غل ته به غل نۀ وايمه

دا تيږې د خيبر دا پښتانۀ محبتونه

په کرکه به څوک سپک نۀ کړي درانۀ محبتونه

دې زړۀ کې دا ايراړې جذبې بې لوره يادونه

دې دشته کې زما اؤ ستا شپانۀ محبتونه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG