دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په يو ميچ کې هند ائرلينډ ته په اتوؤ وکټو ماتې ورکړې ده.
دنيوزي لينډ سډن پارک هيملټن کې لوبيدونکي ميچ کې دائرلينډ ټيم دهند په ضد ٤٩م اوور کې په ٢٥٩ رنز اؤټ شو.
ائرش اوپنرانو ټيم ته د٨٩ رنز غوره اغاز ورکړو خو له دې وروستو يې وکټې په دمې، دمې سره پريوتې اؤ دنيل اوبرائن څخه پرته يو بيټسمين هم دهندي بولرانو په کلکه مقابله ونۀ کړل شوه.
نيل اوبرائن د٧٥ رز اننگز ولوبولو، وليم پورټر فيلډ٦٧، پال اسټرلنگ ٤٢ اؤ اينډريو بيلبرائن ٢٤ رنز جوړ کړل.
دهند له لوري محمد شامي ، درې، روي چندرن ايشون دوه اؤ اميش ياديو، سريش رائنا، موهت شرما اؤ رويندرا جديجا يو وکټ ترلاسه کړه.
هند د٢٦٠ رنز هدف په ٣٧م اوور کې په اسانۍ سره ددوؤ وکټو په تاوان پوره کړو، دهدف په تعاقب کې دهند اوپنرانو روهت شرما اؤ شيکهر دهون غوره بيټنگ وکړو اؤ د١٧٤ رنز شراکت يې جوړ کړو، روهت شرمت په ٦٦ بالونو٦٤ رنز جوړکړل اؤ داسټورټ تهامسن په بال بولډ شو، شيکهر دهون جارحانه انداز کې دبيټنگ کولو سره دورلډ کپ دوهمه سنچري سکور کړه اؤ په ٨٥ بالونو د١٠٠ رنز جوړولو سره دتهامسن په بال کيچ اؤټ شو.
دهند له لوري داوپنرانو داؤټ کيدو وروستو ويرات کوهي اؤ اجنکيا رهانى دټيم سکور مخ په وړاندې بوتلل اؤ په ٣٧م اوور کې يې دغه ميچ په اسانۍ سره وگټلو، ويرات کوهلي ٤٤ اؤ اجنکيا رهانى ٣٣ رنز جوړ کړل اؤ ناټ اؤټ پاتې شول.
په ښه بيټنگ شيکهر دهون دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.