د کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۵م په روانو سيالو کې د ويسټ انډيز ټيم متحده عرب امارات (يُوای اي) ته په شپږو وکټو ماتې ورکړه ، متحده عرب اماراتو په لمړي بيټنگ کې ۱۷۵ رنزونه جوړ کړي ؤ او ويسټ انډيز ټاکلی هدف په ۳۱م اوور کې په څلور لوبغاړو اؤټ کېدو پوره کړو او مېچ يې وگټو .
په نيپيئر کې ترسره د دغې مېچ ټاس ويسټ انډيز گټلی او يُوای اي ته يې بيټنگ ورکړی ؤ، د يُوای اي لخوا ناصرعزيز ۶۰ او امجدجاوېد ۵۶ رنزونه جوړ کړي او په پاتې نورو لوبغاړو کې چا هم غوره بيټنگ ونه کړی شو او پوره ټيم په ۴۸م اوور کې په ۱۷۵ رنزونو اؤټ شو .
د ويسټ انډيز جېسن هولډر ۴، ټېلر ۵ او انډررسل دوه وکټې واخيستې .
د يُوای اي د ۱۷۵ رنزونو په ځواب کې د ويسټ انډيز لخوا د جونسن چارلس د ۵۵ او کارټر د ۵۰ رنزونو جوړولو سره په ۳۱م اوور کې په څلورو لوبغاړو اؤټ کېدو ۱۷۶ رنزونه جوړ کړی شو ، او مېچ ويسټ انډيز په اسانۍ سره وگټلو .
د يُوای اي منجولاجارج او امجدجاوېد دوه دوه وکټې واخيستې .
د پول بي د دغو دواړو ټيمونو دا اخرنی مېچ ؤ ، ويسټ انډيز د پول په خپلو شپږو مېچونو کې درې وگټل او درې يې بائيللي دي ، او يُوای اي په يو مېچ گټلو کې هم کامياب نه شو .
د ويسټ انډيز د دغې مېچ گټه په هغې صورت کې ټيم کوارټر فائنل ته رسولی شي ، چې د پاکستان او ائرلېنډ ټيمونو ترمينځ روان مېچ کې ائرلېنډ په ډېرو رنزونو پاکستان ته ماتې ورکړي .