لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : ۱۲ مجرمان تېزندي کړی شو


د تېزندي کړی شوؤ ټولو مجرمانو اپيلونو سترې محمکې رد کړي ، او د رحم خواستونه يي د ملک صدر مسترد کړي وو .
د تېزندي کړی شوؤ ټولو مجرمانو اپيلونو سترې محمکې رد کړي ، او د رحم خواستونه يي د ملک صدر مسترد کړي وو .

د پاکستان پنجاب صوبې په څلورو او سندهـ صوبې په يو زندان کې د پهانسۍ سزاوار ۱۲ مجرمان نن د نهې په سحر تېزندي کړی شوي دي .

د راپورونو ترمخه د پنجاب صوبې د جهنگ سيمې په ضلعې جېل کې درې کسان د قتلونو کولو په جرم کې تېزندي کړی شوي ، چې پکې محمدرياض ، محمدشريف او مبشرعلي شامل دي . محمدرياض په ۱۹۹۵م کې خپل يو رشته دار وژلی ؤ ، او محمدشريف او مبشر ته د يو ټېکسي ډرائيور په وژنه د مرگ سزا اورول شوې وه .

يو بل مجرم د پنجاب صوبې په ملتان جېل کې تېزندي کړی شوی چې ظفراقبال نوميږي ، هغه ته په کال ۱۹۹۶ کې د يوې شپږ کلنې ماشومې سره د جنسي زياتي او بيا د هغې د وژنې په تور کې د تېزندۍ سزا اورول شوې وه .

او د بل سزاوار شوي وقارنظير تېزندي د فرېقېنو ترمينځ د صلحې کېدو پس ځنډول شوې ده.

د فېصل اباد په جېل کې محمدنواز تېزندي کړی شوی او هغه ته د سيشن جج عدالت په کال ۱۹۹۶ کې د دوه کسانو د وژنې په تور کې د مرگ سزا اورولې وه ، محمدنواز دوه کسان چې منظور او مقصود نومېدل دواړه خپلوان ؤ د اوبو د لانجې په سر يې وژلي وو .

د راولپنډۍ په اډياله جېل کې د قتل دوه مجرمان ملک محمدنديم زمان او محمدجواد تيزندي کړی شوي ، زمان په کال ۱۹۹۸م کې خپل پلار، دوه خويندې او يو خورئې وژلي وو . او جواد په ۱۹۹۷م کې د تره لور وژلې وه ، دواړو سيشن عدالت د مرگ سزا اورولې وه .

گوجرانواله کې محمداقبال تېزندي کړی شوی او هغه په کال ۱۹۹۶م کې خپل تره د واده په لانجه وژلی ؤ .

د ميانوالۍ په جېل کې د قتل دوه مجرمان رب نواز او ظفراقبال تېزندي کړی شوي دي .

د کراچۍ په جېل کې محمدفېصل او محمدافضال تېزندي کړی شوي ، او دويې ته په کال ۱۹۹۸ کې د کراچۍ په کورنگۍ علاقه کې د ډاکې په وخت د عبدالجبار نومې د کس د وژنې په جرم کې په کال ۱۹۹۹ کې پهانسي اورول شوې وه ، د دغو دواړو کسانو سره درېم مجرم هم شامل ؤ ولې هغه په ۲۰۰۶م کې په جېل کې مړ شوی ؤ .

د تېزندي کړی شوؤ ټولو مجرمانو اپيلونو سترې محمکې رد کړي ، او د رحم خواستونه يي د ملک صدر مسترد کړي وو .

پاکستان کې د کال ۲۰۰۸م نه وروستو د پيپلزپارټۍ په حکومت کې د تېزندۍ سزا ودرول شوې وه . ولې تېرکال د دسمبر په مياشت کې پېښور کې په آرمي پبلک سکول باندې د بريد نه پس حکومت د پهانسۍ د سزا عملي کېدو امر جاري کړی او لگولی بندېز يې پورته کړی ؤ .

په لمړۍ کې وئيل شوي و چې يواځې د ترهگرۍ په کېسونو کې د مرگ سزاوارو ته به د پهانسۍ سزا ورکول کيږي ، ولې روانه مياشت د کورنو چارو د وزارت لخوا صوبايي حکومتونو ته وئيل شوي ، چې د تېزندۍ د هغو سزاوار سزاگانې دې عملي کړی شي د چا درخواستونه چې رد شوي دي .

ملگري ملتونه ، يورپي يونين او اېمنسټي انټرنېشنل د پاکستان نه د تېزندۍ په سزا بيا د بندېز لگولو غوښتنه کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG