لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دړکې اؤ بنديزونه ايران سره دخبرو لار نۀ ده،روحاني

 دخالي په ورځ دايران صدر حسن روحاني دغه څرگندونې دنوي ايراني کال نوروز داغاز په موقع په ټي وي قام ته دوينا په مهال کړي دي.
دخالي په ورځ دايران صدر حسن روحاني دغه څرگندونې دنوي ايراني کال نوروز داغاز په موقع په ټي وي قام ته دوينا په مهال کړي دي.

دايران صدر حسن روحاني وئيلي دي چې نړيوال قوتونه په واضحه توگه پوهه شوي چې په اتومي پروگرام ايران سره دخبرو اترو کولو يواځينۍ لار ددړکو يا بنديزونو نۀ بلکې ددرناوي اؤ احترام ده.

دخالي په ورځ دايران صدر حسن روحاني دغه څرگندونې دنوي ايراني کال نوروز داغاز په موقع په ټي وي قام ته دوينا په مهال کړي دي.

صدرروحاني وويل مونږ بنديزونه ختم کړي، دا قام به خپل مقصدونو په برياليتوب سره ترلاسه کړي

هغه وويل دايراني صدر له لوري دغه بيان په داسې وخت کې مخې ته راغلى چې يوه ورځ دمخه دامريکا په گډون شپږو لويو نړيوالو قوتونو سره دايران په اتومي پروگرام مذاکرات له دې امله اودرول شوي وؤ چې دايران هيئت دخپل صدر د٩٠ کلنې مور دمړينې له امله هيواد ته ستون شو.

دايران دلانجمن اتومي پروگرام په اړه ديوې اوونۍ راهسې دمذاکراتو لړۍ روانه وه اؤ دې کې دکيدونکي پرمختگ په اړه متضاد اطلاعات مخې ته راروان وؤ.

ځينې عهديدارانو په شخصي توگه دمثبت پرمختگ څرگندونه کړې خو ځينو دې کې تر دې مهاله داختلاف دموجودگۍ يادونه کوله.

دايران حکومت برطانيې، چين، فرانس، روس، امريکا اؤ جرمني سره په گډه يو تړون ته دغوڅ شکل ورکولو لپاره هڅه کوي دکوم لپاره چې د٣١م مارچ مهلت ټاکل شوى.

لويديز دريځ لري چې ايران په شکمنه توگه داتومي وسلو تيارولو هڅې کوي خو تهران دغه تورونه ردوي اؤ وائي اتومي پروگرام يې دپرامنه مقصدونو لپاره دى.

دسپينې ماڼۍ ترمخه صدر براک اوباما دجمعې په ورځ خپل فرانسيسي سيال لانسوا اولاند سره ټيليفوني خبري کړي چې پکې دواړو مشرانو په دې خبره اتفاق کړى چې ايران ته به جوهري مذاکراتو کې دپاتې معاملو هواري لپاره گامونه اخستل وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG