لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبراؤ اورکزو کې ٣٨ جنگيالي وژل شوي


Participants parade through Tokyo streets during an annual Yosakoi festival in Japan.
Participants parade through Tokyo streets during an annual Yosakoi festival in Japan.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار ترمخه دشورو په ورځ دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې ترسره شوؤ فضائى حملو کې لږ ترلږه ٣٠ جنگيالي وژل شوي دي.

پوځي بيان کې دعوه شوې ده چې فضائي حملو کې دوسلې ذخيره کولو دوه مرکزونه هم ړنگ کړى شوي دي.

دميډيا راپورونو کې دمقامي سرچينو له خُلې دعوه شوې چې نننو فضائي حملو کې خيبرايجنسۍ کې دفعاله تندروه ډلې لشکر اسلام ترجمان صلاح الدين ايوبي هم وژل شوى.

امنيتي سرچينې وائي اورکزو ايجنسۍ کې هم ديوې پوځي کارروايۍ په مهال ٨ جنگيالي وژل شوي دي.

خيبرايجنسۍ کې دپاکستان پوځ دترهه گرو ځالې يوه ورځ وروستو له هغې په نخښه کړي چې تيره ورځ خيبرايجنسۍ سره پيوست دافغانستان دننگرهار ولايت په نازيان اولسوالۍ کې يوه ډرون حمله کې دتندروه ډلې لشکراسلام دمشر منگل باغ دډرائيور شاکر سپاه اؤ مهمو طالب کمانډرانو په گډون ٩ کسان ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستاني طالبانو دتحريک له لوري دتير زيارت په ورځ مطبوعاتو ته جاري شوي يو بيان کې منل شوې وه چې دهغوي يو کمانډر خاورې محسود په اتلسم مارچ دافغانستان اؤ پاکستان د گډې پولې ترڅنگ دکرمې ايجنسۍ په شابک سيمه کې ترسره شوي يو ډرون بريد کې وژل شوى.

همدغه شان دتيرې اوونۍ راهسې په پاکستان کې مطبوعاتو گنگوسه خوره کړې چې دپاکستاني پوځ د طالبانو د تحريک مشرمُلا فضل الله د تيراه په عملياتو کې وژلی ، خو طالبان وائي دا هسې اوازې دي او فضل الله روغ رمټ دی.

دپاکستان پوځ تيرکال داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې وروستو له هغې عمليات پيل کړل چې دپاکستان پوځ دعوه وکړه شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب له امله گڼ شمير جنگيالي خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي.

دخيبر اؤ شمالي وزيرستان په عملياتو کې پوځ د٢٠٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو اؤ ٢٠٠ؤ عسکرو دوژل کيدو پخلى کوي خو طالبان ځان ته په دومره دروند مقدار کې داوښتې مرگ ژوبلې ترديد کوي.

بل لوري ته امنيتي سرچينې وائي دپاکستان يوه بله قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې هم ترسره شوؤ پوځي عملياتو کې هم لږ ترلږه ٨ جنگيالي وژل شوي دي.

سرچينې وائي چې امنيتي ځواکونو تندلاري په سباک سيمه کې ديوې بمي چاؤدنې څخه وروستو په نخښه کړي دي، دغو عملياتو کې يو عسکر هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

قبائيلي سيمو پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه خيبراؤ اورکزو ايجنسۍ کې دترسره شوؤ پوځي عملياتو اؤ پکې داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG