لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنېشنل: په نړۍ کې تېزندۍ کمې او د مرگ سزاگانې زياتې شوي


رپورټ کې وئيل شوي په نائيجيريا او مصر کې ترټولو زياتې سزاگانې اورول شوي دي .
رپورټ کې وئيل شوي په نائيجيريا او مصر کې ترټولو زياتې سزاگانې اورول شوي دي .

د بشري حقونو د تحفظ د نړېوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل ترمخه تېر کال (۲۰۱۴م) کې په نړۍ کې د مرگ سزاگانو اورولو کې سېوا والی راغلی ، او د تېزندۍ ورکولو شمېره کمه شوې ده .

اېمنسټي انټرنېشنل په خپل کاليزرپورټ کې وئيلي ، چې په ۲۰۱۴م کال کې د نړۍ په ۵۵ ملکونو کې ۲۴۶۶ کسانو ته د مرگ سزا اورول شوې ، دا شمېره چې ۲۸ فيصده زياته شوې په کال ۲۰۱۳م کې په ۵۷ ملکونو کې ۱۹۲۵ کسانو ته د مرگ سزا اورول شوې وه .

رپورټ کې وئيل شوي په نائيجيريا او مصر کې ترټولو زياتې سزاگانې اورول شوي دي .

ادارې په خپل رپورټ کې ليکلي چې په ۲۲ ملکونو کې ۶۰۷ کسان تېزندي کړل شوي دي ، خو دغه شمېره مکمله نه ده ځکه چې د شمالي کوريا او چين د تېزندي کړی شوؤ کسانو د معلوماتو نه لرلو په وجه پکې هلته تېزندي کړی شوي کسان نه دي شمار کړی شوي .

رپورټ وايي په ۶۰۷ تېزنديانو کې ۷۲ فيصده يواځې په ايران ، عراق او سعودي عرب کې ورکړی شوي دي ، او ايران په سرکاري توگه د ۲۸۹ تېزنديانو پخلی کړی او ۱۰۰ د دې نه علاوه دي چې په سرکاري توگه نه دي منل شوي .

اېمنسټي انټرنېشنل وايي شام کې د تېزنديانو کره شمېره نه ده معلومه شوې ، چرته چې د تېرو څلورو کالونو راهسې خانه جنگي روانه ده .

د رپورټ ترمخه ايران کې د ۲۸۹، سعودي عرب کې د ۹۰ ، عراق کې د ۶۱ او امريکا کې د ۳۵ کسانو د مرگ سزا گانې عملي شوي دي . سعودي عرب کې د دوه زنانوؤ د مرگ سزاگانې هم عملي شوي دي .

اېمنسټي انټرنېشنل تېرکال ۶۵۹ کسانوته د مرگ سزا اورولې چې زيات پکې د وژنو او غلاگانو په کېسونو کې اورول شوي ، او پوځي عدالت تېرکال د دسمبر په مياشت کې د انتهاپسند گروپ بوکوحرام په ضد عملياتو کې د برخې اخيستو نه په انکار۵۴ عسکرو ته د مرگ سزا اورولې وه .

نائيجيريا کې په کال ۲۰۱۳م کې ۱۴۱ کسانو ته د مرگ سزا اورول شوې وه .

مصر کې تېر ۵۰۹ کسانو ته د مرگ سزا اورول شوې چې زياته شمېره د محمدمرسي د ۲۰۱۳م د انتخابونو نه وورستو اورول شوي دي .

په دغې کار په نړېواله کچه نيوکې شوې وې ، ځکه چې د دسمبر په مياشت کې د ۱۱ پوليسو د وژنې په يو کېس ۱۸۸ کسانو ته د مرگ سزا اورول شوې وه .

امريکا کې تېر کال ۷۲ کسانو ته د مرگ سزا اورول شوې .

اېمنسټي انټرنېشنل د پاکستان په گډون هغو ملکونو باندې اندېښنه څرگند کړی چرته چې د تېزندۍ سزا عملي کېدل بيا په ځايې کړی شوي دي .

پاکستان کې د دسمبر په مياشت پېښور کې په ارمي پبلک سکول د طالبانو د حملې چې پکې ۱۵۰ کسان وژل شوي او زياته شمېره پکې د ماشومانو وه ، د دغې پېښې نه پس د تېزندۍ په سزا عمل شورو شوی دی .

۲۰۱۴م کې پاکستان کې اووه کسان تېزندي کړی شوي او ۲۳۱ کسانو ته د مرگ سزا اورول شوې ده .

راپورونه وايي پاکستان کې د تېزندۍ د عملي کېدو نه پس د ۶۰ نه زيات مجرمان تېزندي کړی شوي دي .

هند کې د څو تېزنديانو ورکول ټاکل شوي ولې عمل پرې نه دی شوی ، او ۶۴ کسانو ته د مرگ سزا اورول شوې ده .

د اېمنسټي انټرنېشنل رپورټ وايي په ۲۰۱۴م کال کې اردن ، سنگاپور ، مصر ، بېلارس ، متحده عرب امارات او گني کې د تېزندۍ سزاگانې بيا په ځايې کړی شوي دي .

د رپورټ ترمخه د تېرکال اخرې پورې په گرده نړۍ کې ۱۹۰۰۰کسان داسي وو چې د مرگ سزا ورته اورل شوې ده .

رپورټ کې د ۲۰۱۴م د ورکړی شوؤ تېزنديانو طرېقې هم ليکل شوي دي .

سعودي عرب: سرغوڅ کړی شوی .

افغانستان، بنگله دېش، مصر، ايران، عراق، جاپان، اردن، ملائيشيا، پاکستان، فلسطين، سنگاپور، سوډان : زوړند کړی شوي .

چين، امريکا، ويتنام: خطرناکه انجکشن .

بېلارس، چين، گني، شمالي کوريا، فلسطين، سعودي عرب، صوماليه، تائيوان، متحده عرب امارات، يمن : په ډز وژل شوي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG