لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفنديار وايي پروېزمشرف غوښتل په کرزۍ د ډېورنډکرښه په رسميت ومني

اسفنديار ولي خان وايي ، په نزدې وختونو کې د پاکستان او افغانستان اړيکې د تېر وخت په پرتله زياتې ښې شوي دي
اسفنديار ولي خان وايي ، په نزدې وختونو کې د پاکستان او افغانستان اړيکې د تېر وخت په پرتله زياتې ښې شوي دي

د پاکستان پښتون قام پرست گوند عوامي نيشنل پارټۍ مشراسفنديار ولي خان انکشاف کړی چې د هېواد پخواني پوځي امر جنرال پروېزمشرف افغانستان ته په تېرو وختونو کې د دې دپاره لېږل غوښتو ، ترڅو په پخواني افغان صدر حامدکرزي د ډېورنډ کرښه په رسمي توگه ومني .

ښاغلي اسفنديار ولي خان د وايس اف امريکا ډيوه ريډيو خبريال فضل عزيز سره په يوه ځانگړې مرکه کې وئيلي ، پروېزمشرف ورته د خپلې واکمنۍ په مهال وئيلي ؤ ، چې که چري هغه د افغانستان (د هاغه وخت) صدر حامدکرزۍ له ورشي او د ډېورنډ کرښه پرې ومني نو فکر کوي چې د ترهگرۍ او بدامنۍ ټولې معاملې به له مينځه لاړې شي .

د اسفنديار ولي خان په وينا پروېزمشرف ته يې وئيلي ؤ "که چرته ته په کشمير کې لائن اف کنټرول د رسمي نړيوالې کرښې په توگه باندې ومنې نو کېدی شي بيا افغانستان هم د ډېورنډ په رسمې توگه منلو ته غاړه کېږدي ".

اسفنديار ولې خان وايي کله چې پروېزمشرف دغه خبره واورېده نو په تُندۍ سره يې ووئيل "زما قام خو دا خبره نه مني".

د اسفنديارولي خان په وينا ما هغه ته ووئيل "چې ستا قوم يې نه مني نو د حامدکرزۍ قوم به ولې د ډېورنډ کرښې منلو ته غاړه ږدي".

د عوامي نيشنل گوند مشرزياته کړه د ډېورنډ کرښه د پښتنو په سينه راکښل شوې ده چي هيچا ته د منلو وړ نه ده او قانوني اعتبار نه لري .

د ېوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي اطمينان وښودو ، چې نزدې وختونو کې د پاکستان او افغانستان اړيکې د تېر وخت په پرتله زياتې ښې شوي دي ، هغه ووئيل په وروستيو کې چې د افغانستان اولس مشر اشرف غني او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو د پاکستان د پوځي مرکزيا جي اېچ کيو دوره وکړه ، او د پاکستان پوځي چارواکي افغانستان ته ورغلل دا ښايي چې اوس دواړه ملکونه يو بل ته نزدې شوي دي او اعتماد سازۍ کې يې بهتري راغلې ده .

هغه ووئيل په نزدې وختونو کې د افغانستان په کونړ او ننگرهار ولايتونو کې چې کوم عمليات د وران کارو په ضد ترسره شوي دي ، هغې هم د دواړو ملکونو په يو بل باورجوړولو ته لاره هواره کړې ده .

اسفنديار ولي خان دا هم ووئيل ترڅو چې دواړه هېوادونه په گډه د وران کارو او ترهگرو په ضد يو نه شي نو د دې سيمې نه د بدامنۍ وريځې نه شي په شا کېدی . او که په پاکستان کې په يواځې سر عمليات کېږي نو وران کاري افغانستان ته اوړي او که افغانستان کې په يواځې د وران کارو په ضد څه قسم گام اخيستل کيږي نو دغه وران کاري بيا د پاکستان په پوله راوړي ، بايد دواړه ملکونه په گډه د دې مخه ونيسي او دا گند پاک کړي .

د يمن د تازه صورت حال په حواله د يوې پوښتنې په ځواب کې اسنفديار ولي خان ووئيل ، دغه پردی جنگ دی او پاکستان بايد په دې کې ورټوپ نه کړي . هغه ووئيل د کال ۱۹۸۰م په لسيزه کې چې کله پاکستان د افغانستان جنگ ته دانگلي وو د هغې نتيجې نن مونږ په خپلو سترگو وينو ټول پښتانه تر ننه د هغې د بداغېزو څخه نه دي په امان ، وينې يې تويې شوې وکړېدل او وس هم لا کړيږي .

او که اوس يو وارې بيا پاکستان پردي يا د ايران او سعودي عرب جنگ ته ورټوپ کړي نو ويره ده چې بيا به پاکستان د دې د بدو اثراتو لاندې راشي ، هغه ووئيل ايران د پاکستان بلوچستان صوبې سره په پوله پروت دی او بلوچستان کې چې نن کوم حالات روان دي هغه د ټولې نړۍ په وړاندې دي .

هغه زياته کړه که چري پاکستان په دغه جنگ کې ځان ښکېل کوي نو د بلوچستان د صبانۍ ورځې تصوير به هم بيا په نظر کې ساتل پکار وي .

د پاکستان د حکومت لخوا د سعودي عرب په وينا د يمن جنگ ته د پوځ لېږلو د پوښتنې په ځواب کې اسفنديارولي خان ووئيل ، د سعودي عرب خاوره د هرمسلمان دپاره مقدس ده ، او زياته يې کړه چې تېروخت کې نوازشريف په جذباتو کې فېصلې کړي او وروستو پرې بيا ستومانه شوی دی ، او زما دعا دا ده چې دا فېصله په جذباتو کې ونه کړي . پکار دا ده چې د حکومت د پاليسۍ په ځايې دا قامي پاليسي کړي .

د گوادر او کاشغر د راهدارۍ بدلولو د تپوس په ځواب کې د عوامي نيشنل پارټۍ مشر ووئيل ، که چرته د دغې لار وړومبۍ نقشه چې د ډېره اسماعيل خان ، ژوب ، کوئټې او گوادر پورې جوړه ده ، که چرته دا پنجاب پله اړولی شي نو د دويې غبرگون
به پرې د کالاباغ ډېم په ضد د ورکړی شوي ردعمل نه ډېر زيات وي .
د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان سره د ډيوه ريډيو خبريال فضل عزيز ځانگړې مرکه دلته واورئ :

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:43 0:00

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG