د پاکستان د قامي هوابازۍ کمپنۍ پاکستان انټرنېشنل ايئرلائن (پي ائي ای) د وياند حنيف رانا په وينا د پي ائي الوتکه نن د اتوار په ورځ سحر يمن ته روانه شوې ، او د پاکستان د وخت مطابق د ورځې په ۱۲بجې صنعا ته رسېدلې ده .
وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو حنيف رانا ووئيل ، په دغه الوتکه کې به ۱۷۰ پاکستانيان بيرته راوستلی شي ، او د ماښام پورې اسلام اباد ته راورسيږي .
د نوموړي په وينا تراوسه پورې د پي ائی ای د دوه الوتکو د لارې يمن کې گېر ۶۷۹ پاکستانيان ملک ته رارسول شوي دي ، او نن ماښام به ۱۷۰ نور راورسول شي .
يمن کې د گېر پاکستانيانو راويستو لمړۍ الوتکه د تېر اتوار او بله د جمعې په ورځ رارسېدلې وه .
د دفترخارجه ترمخه د پاکستان يو سمندري جهاز نن د اتوار په ورځ الحدېده ته رسيږي او د هلته نه به ۳۴ گېر پاکستانيان رااوباسي ، او د يمن په پوله گېر ۱۲ نور پاکستانيان گاونډي ملک عمان ته منتقل کړی شوي دي .
د دفترخارجه وياندې تسنيم اسلم په وينا دغه کسان په مسقط کې د پاکستانۍ سفارتخانې په هڅو راويستل شوي دي ، او د هلته نه به يې سفارتي چارواکي ملک ته راليږي .
د خالي په ورځ د پاکستان يو سمندري جهاز کې ۱۴۸ کسان د يمن نه راويستل شوي چې پکې ۳۵ بهر ملکيان هم شامل دي ، او دغه جهاز په سمندري لار راروان دی ، د نهې په ورځ به کراچۍ ته رارسيږي .
د سرکاري بيان ترمخه يمن کې په گېرو پاکستانيانو کې تراوسه پورې ۸۵۰ کسان راويستل شوي دي .
د راپورونو ترمخه د يمن په بيلا بيلو برخو کې نزدې ۳۰۰۰ پاکستانيان مېشت وو ، او د سفارتخاني د شمېرې ترمخه په دغو کسانو کې نزدې ۱۸سوه کسان په تېرو څو مياشتو کې په خپله راوتي دي .
د دفترخارجه ترمخه يمن کې د حوثيانو په ضد د سعودي عرب په مشرۍ د بمبارۍ په وخت ۹۱۲ پاکستانيانو غوښتل چې د ملک نه اووځي .
راپورونه وايي يمن کې اوس هم خواوشا ۲۰۰ پاکستانيان گېر دي .