د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې نن د گل په ورځ سحريوه بمي چاؤدنه کې د ليويز ځواک صوبېدار وژل شوی دی .
د چارواکو په وينا دغه پېښه د باجوړ ايجنسۍ د واړه ماموند تحصيل په بدانو سيمه کې رامنځته شوې ده .
او د ليويز چارواکي وايي چې صوبېدار بخت شاه يو سکول ته د امتحان ډيوټۍ له روان ؤ ، چې په لار کې ښخ بم پرې چاؤدل شوی ، او هغه پکې وژل شوی دی .
د تحريک طالبان پاکستان وياند محمدخراساني د پېښې زمه واري قبوله کړې ده .
نن د باجوړ په چمرکنډ تحصيل کې هم د ځايي امن کمېټۍ په يو غړي د ريموټ کنټرول بم حمله شوې ، چې پکې هغه ژوبل شوی دی .
د افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښو کې سېوا والی مخې ته راغلی دی .
او د خالي په ورځ د لويې ماموند تحصيل "لرکلي" کې د کرکټ د يو مېچ په مهال هم د ليويز يو عسکر په ډزو وژل شوی ؤ.
د دغې پېښې وروستو د ملېشې ځواک لخوا د سلارزو تحصيل په ملکانه سيمه کې عمليات شوي وو ، او په دغو عملياتو کې د تحريک طالبان پاکستان يو مهم مشر اسلام وژل شوی ؤ .