لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: طوفاني بارانونو کې د وژنو شمېره ۴۴ ته رسېدلې


پېښور او خواؤ شا نورو سيمو کې د اتوار په ورځ مازيگرطوفاني باران او تيزه سيلۍ راغلې وه
پېښور او خواؤ شا نورو سيمو کې د اتوار په ورځ مازيگرطوفاني باران او تيزه سيلۍ راغلې وه

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې سرښار پېښور ، چارسده ، نوښار او صوابۍ ضلعې سره خواؤشاه سيمو کې د تېز باران او سيلۍ راتلو په نتيجه کې په بېلا بيلو پېښو کې د وژل شوؤ شمېره ۴۴ ته رسېدلې او د ۲۰۰ پورې نور کسان ژوبل شوي دي .

پېښور ، چارسده او نوښار کې د اتوار په ورځ مازيگرطوفاني باران او تيزه سيلۍ راغلې ، چې له امله يې د کورونو چتونه، ديوالونه او ونې راپرېوتي دي او د بجلۍ نظام يې گډوډ کړی دی ، تېره شپه هم په دغو سيمو کې تېز باران ورېدلی دی .

راپورونه وايي طوفاني باران سره ږلۍ هم ورېدلې او فصلونو ته يې سخت زيان اړولی دی .

د خېبرپښتونخوا صوبې د موسمياتو د محکمې د چارواکو په وېنا نن د گل په ورځ به هم پېښور ، چارسده ، نوښار ، ملاکنډ او هزاروه ډويژن کې د باران سلسله روانه وي . د دې ترڅنگ د بارانونو لړۍ تر پلازميني اسلام اباد پورې رسېدلې او هلته هم باران وريږي .

د راپورونو ترمخه طوفاني باران کې ۲۹ کسان پېښور ، ۱۰ په چارسده او ۵ په نوښار ضلع کې وژل شوي دي ، چې زنانه او ماشومان پکې شامل دي .

راپورونه وايي د پېښور ښار په ژورو سيمو کې اوبه ډنډ شوي ، چې له امله يې عادي ژوند سخت اغېزمند شوی دی .

د خېبرپښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزير مشتاق غني وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيلي طوفاني باران پېښور ، چارسده او نوښار ضلعې زياتې ځپلي دي .

​د پېښور د ډپټي کمشنر د دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د ښار درې غټو روغتونو ليډي ريډنگ ، خېبرټيچنگ هسپتال او حيات مېډيکل کمپلکس کې بيړني حالات په ځايې کړی شوي دي .

د پوځ وياند مېجرجنرال عاصم باجوه په ټويټر پېغام کې وئيلي ، پېښور کې د باران نه اغېزمندو علاقو ته د امداد دپاره ټيمونه لېږل شوي چې د ځايي انتظاميې مرسته وکړي . نوموړي وئيلي سي اېم اېچ (پوځي) روغتون چمتو کړی شوی او د ژوبلوکسانو د درملنې دپاره ډاکټران موجود دي .

د پېښور د ډپټي کمشنر د دفتر د بيان ترمخه پېښور کې د ۶۰ فيصده نه په زياته علاقه کې بجلي نشته ، او تېزۍ سيلۍ د بجلۍ پولونه (ستنې) هم غورځولي دي .

د خېبرپښتونخوا د موسمياتو د محکمې د چارواکو په وېنا د صبانۍ ورځې پورې پېښور ، مردان ، چارسده ، نوښار، صوابۍ ، ملاکنډ او هزاره ډويژن کې د نورو تېزو بارانونو ورېدو امکان دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG