لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې طوفاني بارانونو غټ تاوان اړولی


د مشتاق غني په وېنا دا قدرتي افت راغلی دی ، او د موسمياتو د محکمې لخوا ورته د طوفان کوم خبرداری نه دی ورکړی شوی ،
د مشتاق غني په وېنا دا قدرتي افت راغلی دی ، او د موسمياتو د محکمې لخوا ورته د طوفان کوم خبرداری نه دی ورکړی شوی ،

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې سرښار پېښور، چارسده ، نوښار او خواؤشاه نورو سيمو کې د اتوار په ماښام شوي طوفان باران تېزې سيلۍ او ږلۍ که يوې خوا ته تر ۴۵ پورې کسان وژلي او د ۲۰۰ نه زيات نور ژوبل کړي دي ، نو بل لور ته يې په غټه کچه فصلونه تباه کړي او د بجلۍ نظام گډوډ کړی دی .

د خېبرپښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزير مشتاق غني وئيلي چې پېښور ، چارسده او نوښار ضلعې طوفاني بارانونو تر ټولو زياتې ځپلي دي ، او نوموړي د باران په نتيجه کې رامنځته شوؤ بېلا بيلو پېښو کې د ۴۵ کسانو د وژنې او ۲۰۰ نه زياتو ژوبلېدو پخلی کړی دي .

هغه ووئيل پېښور کې ۳۱، چارسده کې نهه او نوښار کې پينځه کسان وژل شوي دي ، د دې ترڅنگ پېښور کې ۱۶۲، نوښار کې ۲۵ او چارسده کې ۱۸ کسان ژوبل شوي دي .

نوموړي ووئيل صوبايي حکومت د طوفان له امله د اوختي تاوان دپاره يې اړونده ادارو ته د ۱۰ کروړه نه زياتې روپۍ ورکړي دي چې د متاثره خلکومرستې پرې وکړی شي .

د مشتاق غني په وېنا دا قدرتي افت راغلی دی ، او د موسمياتو د محکمې لخوا ورته د طوفان کوم خبرداری نه دی ورکړی شوی ، او هغه زياته کړې ده چې د موسمياتو د محکمې چارواکو وئيلي داسې الات ورسره نشته چې د وړاندې نه د طوفان راتلو معلومات پرې حاصل کړی شي يا پېشنگوئي وکړي .

د دې ترڅنگ نوموړي وزير وئيلي د موسمياتو محکمه د مرکزي حکومت لاندې کار کوي ځکه د دويې پرې ډېر وس هم نه رسي .

بل لور ته طوفاني بارانونو او تېزې سيلۍ د پېښور په پخه غلام ، بدهوثمرباغ او ناگمان کې ډېر کورونه غورځولي دي ، د دې ترڅنگ پبو او د نوښار په رسالپور سيمه کې يې غټ تاوان اړولی دی .

د ځايي خلکو په وېنا زياتره کورونه داسې راپريوتې چې د چتونو دپاسه د پردې دپاره جوړ کړی شوي دېوالونه غورځيدلي او چتونه يي کښېنولي دي ، او يا بيا د کورونو نه چاپېره ديواله راغورځېدلي او خلک يې وژلی دی .

دغه رنگ د پېښور نه ترچارسدې او نوښار ضلعې پورې د بجلۍ زياتره پولونه يا ستنې او تارونه لاندې په سړکونو پراته دي ، د ټيلفون لائنونه کټ شوي ، د موبائيل ټاورې اوړيدلي او ټول نظام گډوډ شوی دی .

او د باران او تېزۍ سيلۍ سره ږلۍ ورېدلې او ولاړ فصلونه يې نزدې ټول تباه کړي دي ، د ځايي زميندارو په وينا د پېښور نه چارسدې او نوښار ضلعو پورې د غنمو د فصل سره مختلفې سبزيانې د ۷۰ نه زياتې تباه شوي دي ، او زميندار وايي زيات تاوان د غنمو فصل ته اوړېدلی ځکه چې هغه پوخ وو . او طوفان چې د جرړو نه څومره ونې ويستي او اړولي دي ، د شمېر نه بهر دي .

د صوبايي حکومت د چارواکو په وېنا متاثره سيمو کې ډپټي کمشنرانو ته هدايات ورکړی شوي دي ، چې د طوفان په نتيجه کې د رامنځته شوي تاوان اندازه ولگوي او صوبايي حکومت ته پرې رپورټ ورکړي .

د چارواکو په وېنا په متاثره سيمو کې د بجلۍ په نظام بحال کېدو کې د درې ورځو پورې وخت لگېدی شي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG