لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنيپال زلزله کې دمړو شمير6200ؤ څخه اوښتى


A woman walks a dog on a snow-covered path beside the Rideau Canal in Ottawa, Ontario, Canada.
A woman walks a dog on a snow-covered path beside the Rideau Canal in Ottawa, Ontario, Canada.

دتيرخالي په ورځ نيپال کې د7.9 شدت دزلزلې له امله دمړو شمير کې اضافه روانه ده اؤ دجمعې په ورځ دزلزلې په نتيجه کې دوژل شوؤ کسانو شمير6200ؤ څخه اوښتى.

په داسې حال کې چې دټولې نړۍ څخه حفاظتي اؤ امدادي ډلې دراغورځيدلو کورونو اؤ ودانودملبې څخه دمړو په راويستو کې بوختې دي، دمړو شمير کې دنورې اضافې انديښنه ده.

ملگري ملتونه وائي چې دزلزلې له امله خواؤشا اتۀ ملينه خلک اغيزمن شوي اؤ ددې ترڅنگ دوه ملينه خلک بې کوره شوي هم دي.

دزيارت په ورځ دنيپال پلازمينه کې امدادي کارکوونکو دملبې څخه دوه کسان ژوندي راويستلي دي.

کله چې امدادي کارکوونکو ديو ړنگ شوي ميلمستون څخه يو ١٥ کلن هلک پيمبلا تامنگ راوويستو نو په دغه مهال دخلکو لخوا دخوشحالۍ څرگندونه وشوه، همدغه شان څو گينتې وروستو يوه ٣٠ کلنه ښځه کرشنا کهاډکه هم په حفاظت سره راوويستل شوه.

کوم هلک چې دملبې څخه ژوندى راويستل شوى هغه دخالي په ورځ دراغلې زلزلې په اړه خپل احساسات داسې بيانوي ما دمنډې وهلو هڅه کړې وه خو، زما په سر څه راپريوتل اؤ بې هوشه شوم، ماته نۀ ده معلومه چې ترڅومره وخته( بې هوشه ؤم)، کله چې په هوش کې راغلم نو ځان مې دملبې لاندې محسوس کړو اؤ هلته تورتم ؤ، ما خپل گير چاپيره دهاغو خلکو اوازونه اوريدل چې دمدد لپاره يې غږ کولو، خو زۀ بې وسه ؤم

امدادي کارکوونکي وائي کومه ښځه چې هغوي پيدا کړې هغه په هوش کې وه اؤ خبرې يې کولې اؤ وئيل يې چې دا داسې ده لکه چې هغه بيا زيږيدلې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG