د خیبر پښتونخوا حکومت د نوي تعليمي کال لپاره د اپریل د میاشتې اولنۍ نیټې څخه په سکولونو کې د نهم او لسم جماعتونو په کتابونو کې بدلونونه راوستي دي- د یو کتاب نه د هلن کِلر نومې هغه ښځې مضمون لرې کړې شوی دی چا چې تر څلویښتو کالو پورې د ړندو خلقو لپاره خدمتونه کړي دي او ددغه بې غرضه مرستو په وجه نړۍ د نوموړې خدمت ته ډیر د قدر په نظر گوري- دغه رنگه په نوي نصاب کې دمزهبی او سیاسي گوندونو لکه د جماعت اسلامي پخواني مشر قاضي حسین احمد او خیبر پښتونخوا پخواني گورنر حیات محمد خان شیر پاو په اړه مضمونونه شامل کړی شوي دي- نوې د سائینس په کتابونو کې د قراني ایتونو یو باب هم شامل کړی شوی دی - تعليمي کارپوهانو پروفیسر فیض الله جان او پروفیسر خادم حسین په دې موضوع د ډیوه ریډیو په پروگرام هیلو وي او ای کې ویلي دي چې په نصابي کتابونو کې د مذهبي موادو شاملول دراصل د هاغه ویرو لاندی کېږي چې گڼي هسې نه سائنس چرته د دوېي مذهب غلط ثابت کړي- خادم حسین واېي د تحقيق او تنقيد نه بغیر نصابي کتابونه د ماشوم تخليقي صلاحیتونه نشي رابرسیره کولې بلکه دده فکر او سوچ محدوده وي نور تفصیل د کوربه نوشیروان قلندر سره په لونديني لينک واورئ پروگرام کې د خیبر پښتونخوا حکومت د نصاب ډایریکټر بشیرحسین غبرگون هم شامل دی- دلته اوریدلې شۍ –
د خادم حسین څیړنه
د فیض الله جان څیړنه
په خپرونې په تیارۍ کې ارشد مومند کومک کړی دی