لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان هيئت په قطر کې طالبانو سره خبرې کوي


طالبانو په کال ۲۰۱۳م کې په قطر کې د امن ممکنه خبرو دپاره دفتر پرانستی ؤ ،
طالبانو په کال ۲۰۱۳م کې په قطر کې د امن ممکنه خبرو دپاره دفتر پرانستی ؤ ،

د افغانستان ۲۰ کسيزه پلاوی په قطر کې د طالبانو د استازو سره د دوه ورځو په يوه غونډه کې خبرې کوي ، چې مقصد يې د افغانستان اوږد جنگ ختمول دي ، او دواړه فريقه د غونډې نه ښې طمعې لري .

د قطر خارجه وزارت د خالي په ورځ وئيلي ، دويې د روغې جوړې په خبرو کې د مرستې هڅه کوي چې افغان اولس ته امن او ثبات ورکړي .

راپورونه وايي د قطر پلازمينه کې دغه خبرې نن د اتوار په ورځ پېل شي او دوه ورځې به روانې وي .

د افغانستان د امنيتي شورا مرستيال مشر عطاء الله لودين هم وئيلي دي چې ٢٠ کسيز افغان هيئت به قطر کې د اتوار او گل په ورځ ابتدائي خبرو اترو کې برخه اخلي .

د طالبانو لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د دويې د استازيتوب دپاره اته کسان د دوحې په خبرو کې گډون کوي ، او وئيلي دي د دغه بحث نه د امن يا مذاکراتو په لړ کې غلط مطلب اخيستل نه دي پکار .

بيان کې زياته کړی شوې چې دا خبره د ياد وړ ده چې گډون وال په غونډه کې په يواځې حيثيت برخه اخلي ، او په برخه اخيستونکي د کوم حکومت يا ډلې استازیتوب نه کوي . د دې ترڅنگ وئيل شوي چې دا يوه تحقيقي غونډه ده او هر يو برخه اخيستونکی به پکې په مختلفو امورو خپلې رايې ورکوي .

د افغانستان صدارتي وياند اجمل عابدي وئيلي ، چې د امنيتي عالي شورا غړي په دوحه کې کېدونکې غونډه کې په خپل سر گډون کوي ، هغه زياته کړې دويې به نېغ په نېغه ويني ، لا څه خبره نشته او زمونږ ترې څه توقعات نشته .

له دې وړاندې طالبانو سره د خبرو اترو دپاره پورته کړی شوي گامونه بې معنې گرځېدلي دي .

طالبانو په کال ۲۰۱۳م کې په قطر کې د امن ممکنه خبرو دپاره دفتر پرانستی ؤ ، خو د افغانستان د هغه وخت صدر حامدکرزي لخوا د يو بيان مخې ته راتلو نه پس دغه دفتر وتړل شو .

د افغانستان موجوده صدر اشرف غني چې تېر کال منتخب شوی ؤ په داسې مهال چې په دغه هېواد کې امريکايي او نېټو ځواکونو جنگي عمليات ختم کړي ، نوموړی طالبانو سره د امن په خبرو زور راوړي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG