لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د جنج په بس د اورلگېدو پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي، ۳۴ژوبل


راپورونه وايي په اُور سوځېدلو ژوبلو کې د زياتره کسانو روغتيايي حالت مرگونی دی .
راپورونه وايي په اُور سوځېدلو ژوبلو کې د زياتره کسانو روغتيايي حالت مرگونی دی .

د پاکستان سندهـ صوبې د خېرپور سيمې په ناتهن شاه بائي پاس سړک باندې د واده د جنج په يو بس د بجلۍ د هائي وولټېج تار راغورځېدلی چې له امله يې د جنجيانو په ډک بس اُور لگېدلی ، پوليس وايي پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي په وژل شوؤ کې اووه زنانه او درې ماشومان هم شامل دي ، د جنجيانو بس په داسې مهال د پېښې ښکار شوی چې جنج واپس روان ؤ .

د راپورونو ترمخه پېښه کې ناوې او د واده هلک (ناوک) روغ پاتې شوي ځکه چې هغه په بيل گاډي کې سواره وو .

پېښه کې ژوبل کسان مختلفو روغتونونو ته وړل شوي ، او راپورونه وايي په اُور سوځېدلو ژوبلو کې د زياتره کسانو روغتيايي حالت مرگونی دی .

صدرممنون حسېن او وزيراعظم نوازشريف په پېښه افسوس څرگند کړی او ژوبلو ته يې د غوره طبي اسانتياؤ ورکولو هدايات ورکړي دي .

پاکستان کې وخت په وخت ټريفکي پېښې رامنځته کيږي ، خو دغه پېښه د اندېښنې وړ گرځولی شي ځکه چې په سړکونو زياتره د بجلۍ غټ تارونه تېر شوي دي .

د روان کال په لمړي سر کې هم د کراچۍ ښار نه د سندهـ صوبې شکار پور سيمې ته د مسافرو روان بس د تېلو يو ټېنکر سره په ټکر شوی ، او اُور پرې لگېدلی ؤ چې په نتيجه کې يې خواؤ شاه ۶۲ مسافر وژل شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG