نيپال کې د راغلې زورورې زلزلې په نتيجه کې د مړه شوؤ کسانو شمېره د ۷۰۰۰ نه سېوا شوې ده ، او چارواکي وايي د ملبې لاندې په گېر خلکو کې د چا د ژوندي پاتې کېدو طمع قطعي شوې ده .
د تېر خالي په ورځ د ۷.۸ زور راغلی زلزلې د نيپال پلازميني کهټمنډو او خواؤشا علاقې زياتې ځپلي ، او تباهي يې کړې ده . او د مرگ ژوبلو زياتې پېښې هم په دغو علاقو کې رامنځته شوي دي .
درې ورځې وړاندې دوه کسان د بېلابيلو ودانو د ملبې نه پينځه ورځې وروستو ژوندي راويستل شوي ، خو د نور وخت تېرېدو سره د ملبې لاندې د خلکو د لټون په عمل کې څوک ژوندی نه دی ترلاسه شوی .
داخله وزير لکشمي دهکل وئيلي ، د ملبې لاندې اوس د چا ژوندی پاتې کېدل په داسې حال کې ممکن دي که چرته د هوا لار ورته پاتې وي .
د ملگرو ملتونو ترمخه د زلزلې نه نزدې ۸۰لاکه خلک اغېزمند شوي ، چې پکې ۲۰ لاکه بې کوره شوي دي .
ژوندي پاتې کيدونکي متاثرين په حکومت او نورو امدادي ادارو زور راوړي ، چې د بې کوره شوؤ خلکو دپاره د خوراک او اوبو رسد تېز کړي .
نړېوال مرستندويه تنظيم ريډکراس په خپله ويب پاڼه ځايي جوړ کړی چې که په نيپال کې د چا دوست يا خپل خپلوان بې درکه وي ، نو دغلته خبر ورکولی شي .