لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديونس اؤ اظهر دسنچريانو په مدد ددريوؤ وکټو په تاوان پاکستان 323 رنز جوړ کړي


څو شيبې وړاندې يونس خان اؤ اظهر علي په کريز موجود وؤ
څو شيبې وړاندې يونس خان اؤ اظهر علي په کريز موجود وؤ

ميرپور کې روان ميچ کې بنگله ديش دټاس گټلو وروستو پاکستان ته دلمړي بيټنگ پلنه ورکړې دکوم څخه وروستو چې دبنگله ديش په ضد دوهم اؤ اخري ټيسټ ميچ کې دپاکستان بيټنگ روان دى.

دلمړۍ ورځې تر ختميدو پاکستان ددريوؤ وکټو په تاوان ٣٢٣ رنز جوړ کړي.

له دې وړاندېيونس خان اؤ اظهرعلي سنچريانې جوړې کړې اؤ سکور کې يې د٢٥٠ رنز اضافه وکړه، يونس خان د١٤٨ رنزجوړولو څخه وروستو دمحمد شاهد په بال کيچ اؤټ شو اؤ اظهرعلي هم په ١٢٧ ناټ اؤټ دى.

محمد حفيظ په ٨ اؤ سميع اسلم په ١٩ رنز اؤټ شوى اؤ کپتان مصباح الحق په ٩ رنز ناټ اؤټ دى.

دا ديونس خان ٢٩مه دټيسټ سنچري وه، ٣٧ کلن يونس خان ٢٩ ففټانې هم لري.

اظهرعلي هم خپله ٨مه سنچري مکمل کړې هغه ١٩ ففټيانې هم وهلې دي.

پاکستان دې ميچ کې يو بدلون کړى اؤ داف سپنر ذوالفقار بابر پځايې يې فاسټ بالر عمران خان ټيم کې شامل کړى.

دبنگله ديش کپتان مشفق الرحيم وئيلي دي چې دبولنگ لپاره حالات سازگار دي اؤ هڅه به کوي چې پاکستان په کم سکور اؤټ کړي.

هغه وئيلي ټيم کې يې يو بدلون کړى اؤ دروبيل پځايې يې شهادت حسين ټيم کې شامل کړى.

دپاکستان کپتان مصباح الحق وويل که هغوي هم ټاس گټلى وى نو بولنگ ته به يې ترجيح ورکوله خو اوس به دبنگله ديش په ضد دزيات سکور کولو هڅه کوي.

هغه وويل دميچ اؤ سيريز گټلو لپاره به لوبغاړو ته مثبته لوبه کوله وي.

له دې وړاندې بنگله ديش پاکستان ته په دريوؤ يو ورځنو ميچونو کې واټ واش ورکړى ؤ اؤ يواځينى ټى ټوئنټي ميچ يې ترې هم گټلى ؤ، همدغه شان دپاکستان لخوا دبنگله ديش ددې دورې په مهال لوبول شوى لمړى ټيسټ ميچ بې له کومې نتيجې څخه پاې ته رسيدلى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG