لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سلمان خان ته دغيرارادي قتل په جرم کې دپينځوؤ کلونو دبند سزا اورول شوې


دجرم په ثابتيدو عدالت کې سلمان خان ژړغونى شو.
دجرم په ثابتيدو عدالت کې سلمان خان ژړغونى شو.

دهند دممبۍ يو عدالت دبالي وډ نامتو اداکار سلمان خان ١٣ کاله وړاندې ديو بې کوره سړي په گاډي سره د چقولو اؤ وژلو مجرم گرځولى اؤ ورته يې دپينځوؤ کلونو دبند سزا اورولې ده.

دجرم په ثابتيدو عدالت کې سلمان خان ژړغونى شو.

سلمان خان پوليسو نيولى اؤ اوس به هغه جيل ته منتقل کولى شي، ددغه سزا په ضد هغه داپيل حق لري.

په ٤٩ کلن سلمان خان تور ؤ چې هغه دنشې په حالت کې لينډ کروزر چلولو اؤ په باندره ويسټ سيمه کې يې ديوې بيکرۍ څخه بهر په فټ پاتهـ په اودو خلکو گاډى ورخيژلى ؤ چې په نتيجه کې يې څلورکسان ژوبل شوي اؤيو وژل شوى ؤ.

سلمان خان عدالت کې دريځ خپل کړى چې په دغه شپې يې نۀ خو شراب څښلي وؤ اؤ نۀ يې هم پخپله گاډى چلولو بلکې گاډى دهغه ډرائيور اشوک سنگهـ چلولو.

خو دگڼو گواهانو دبيانونو داوريدو څخه وروستو ايډيشنل سيشن جج ډي ډبليو ديشپانډى دهغه دغه دريځ رد کړو، جج دسلمان خان په مخاطب کولو سره وويل گاډى هم تا چلولو اؤ په هغه يې لگيدلي ټول تورونه سم وبلل ، جج وويل دا ممکنه نۀ ده چې گاډى دهغه ډرائيور چلولو.

تيره مياشت يواځيني دفاعي گواه اشوک سنگهـ بيان ورکړى ؤ چې چې دغه پيښه هاغه وخت رامينځته شوې وه کله چې هغوي دلينډکروزر چلولو په مهال دکيڼ اړخ دټائر دچاؤديدو څخه وروستو گاډى په فټ پاتهـ وروخيژولو ځکه چې ددغه گاډي راتاوهل يا بريک کول گران وؤ، هم اشوک سنگهـ دشورو په ورځ سلمان خان دگاډي په ډرائيونگ کولو سره عدالت ته بوتللى ؤ.

خو استغاثې تور لگولو چې سلمان خان په ٢٨م ستمبر،٢٠٠٢م کې يوه شراب خانه کې ټوله شپه دشرابو څښلو وروستو گاډى چلولو اؤ پخپله ځان يې دقابو نۀ موندلو له امله گاډى په اودو خلکو ورخيژولى ؤ، استغاثې تور لگولو چې ددغه پيښه څخه وروستو سلمان خان دپيښې دځايې څخه تښتيدلى ؤ.

سلمان خان د١٠٠ؤ څخه زياتو فلمونو اؤ دټي وي شوگانو کې کار کړى اؤ دهغه نور ٧ فلمونه هم مکمليدونکي وؤ.

دسلمان خان ورور سهيل خان اؤ خويندې الويرا اؤ ارپتا دسلمان خان سره عدالت کې موجود وؤ،دممبۍ فلمي ورورولۍ سلمان خان سره دخواخوږۍ اؤ يو والي څرگندونه کړې اؤ دشاه رُخ خان په گډون گڼو اداکارانو هغه سره کور کې ليدنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG