لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن کې دسعودي دجنگي جهازونو فضائي حملې


، ديمن پلازمينه صنعاء کې هم ائتلافي جهازونو فضائي اډه په نخښه کړې ده.
، ديمن پلازمينه صنعاء کې هم ائتلافي جهازونو فضائي اډه په نخښه کړې ده.

دخالي په ورځ دسعودي عرب په مشرۍ جنگي جهازونو ديمن په سعده صوبه کې فضائي حملې کړي دي، ديمن پلازمينه صنعاء کې هم ائتلافي جهازونو فضائي اډه په نخښه کړې ده.

له دې وړاندې دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي جهازونو صعده کې پمفلټونه غورځولي وؤ چې پکې اولسي وگړو ته سيمې څخه دوتلو وينا شوې وه.

تيرو څو ورځو کې حوثي جنگيالو دسعده سيمې څخه سعودي عرب کې گوله باري کړې چې پکې ١٠ کسان وژل شوي وؤ.

دملگرو ملتونو ترمخه دسعودي عرب اؤ ائتلافي له لوري يې دروانو فضائي حملو په نتيجه کې تر دې مهاله د١٢٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي چې پکې ٦٠٠ اولسي وگړي هم دي.

له دې وړاندې سعودي عرب پينځوؤ ورځو لپاره دمشروطې جنگ بندۍ اعلان کړى ؤ ترڅو عامو خلکو پورې مرستې ورسول شي.

دملگرو ملتونو ترمخه ټول يمن کې دتشدد اؤ جگړو له امله دبې کوره شوؤ اؤ بې ځايه شوؤ خلکو شميره د300,000ؤ څخه اوښتې ده.

باور کيږي ايران دشيعه حوثي ياغيانو ملاتړ کوي، شيعه حوثي ياغيانو ديمن په بيلا بيلوعلاقو قبضه کړې خو تهران دياغيانو دملاتړ تورونه ردوي.

خواؤشا يوه نيمه مياشت دمخه سعودي عرب دخپلو خليجي اؤ عرب ائتلافيانو سره په گډه يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG