لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين اؤ هند ته به خپل مينځي باور مضبوطول وي،دچين صدر


” مونږ ته به په گډه سره باور ښه کول وي، په اختلافونو اؤ ستونزو به قابو راوستل وي ترڅو دا پخپل مينځي اړيکو کې خنډ جوړ نۀ شي“
” مونږ ته به په گډه سره باور ښه کول وي، په اختلافونو اؤ ستونزو به قابو راوستل وي ترڅو دا پخپل مينځي اړيکو کې خنډ جوړ نۀ شي“

دچين صدر شي جنگپنگ دهند وزيراعظم نريندر مودي ته وئيلي دي چې دايشياء دغو دواړو هيوادونو ته په اختلافونو قابو راوستو سره خپل مينځي باور مضبوطول اؤ اؤ مرسته سيوا کول پکار دي.

دچين صدر شي دزيارت په ورځ چين ته دهندي وزيراعظم نريندر مودي ددرې ورځنۍ سفر په مهال پخپله پلرنۍ سيمه کې دهغه ميلمستيا کړې، دمودي ددغه سفر په مهال چين اؤ هند دلسيزو دبې باورۍ باوجود داقتصادي اړيکو په ښه کولو کار کړى.

دچين دخارجه وزارت په ويب پاڼه دخپورشوي بيان ترمخه دچين صدر وزيراعظم مودي ته وويل مونږ ته به په گډه سره باور ښه کول وي، په اختلافونو اؤ ستونزو به قابو راوستل وي ترڅو دا پخپل مينځي اړيکو کې خنډ جوړ نۀ شي

دچين ددرې ورځني سفر په مهال دهند وزيراعظم چين سره په ٢٤ؤ تړونونو لاسليک کړى چې پکې دريلوى پرمختگ، دهندي ټي وي چينل دوردرشن اؤ چين دسي سي ټي وي ترمينځ خپرونې اؤ دسيلگرۍ وده شامل دي.

توقعو کيږي چې دواړه مشران به دپولې په هاغه شخړه هم دپرمختگ کولو هڅه کوي چې په کال ١٩٦٢م کې دهغوي ترمينځ ديوې وړې جگړې سبب شوى اؤ دغه شخړې په اوسنو کلونو کې بيا سر راپورته کړى.

چين دهند په اروناچل پرديش رياست کې د90,000ؤ سکوئير کلو ميټرو څخه په زياته علاقه دعوه لري اؤ هند وائي چې چين په په اکسائي چين کې د38,000 ؤ په زياتو سکوئير کلو ميټره سيمه قبضه لري.

دخالي په ورځ به دچين وزيراعظم شنگهائي کې دچين اؤ هند کاروباري غونډه کې گډون کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG