د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف وئيلي ، چې د ملک کمزوري کوؤنکو بهرنو پټو ادارو او ترهگرۍ د مخې نيولو دپاره خپله د ملکي استختباراتي ادارو ترمينځ کلکې اړيکي ضروري دي .
نوموړي د جمعې په ورځ د ملکي استخباراتي ادارې انټر سروسز انټيليجنس (ائي اېس ائي) د مرکزي دفتر د دورې په مهال دغه خبره کړې ده .
د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار لخوا جاري يو بيان کې وئيل شوي ، چې د ائي اېس ائي مشر لفټننټ جنرال رضوان اختر د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ته ملک ته د راپېښو منځنو او باندينو چېلنجونو نه علاوه د ترهگرۍ د مخنيوي په لړ کې د استخباراتي ادارو لخوا د پورته کړی شوؤ گامونو په اړه احوال تېر کړی دی .
راحيل شريف په دغه مهال په دې خبره زور راوړی دی ، چې سول او پوځي استختباراتي ادارې په خپل مينځ کې کلکو اړيکو ته اړتيا لري ، او وئيلي يي دي استخباراتي ادارې دې نوې لارې چارې ولټوي .
د پوځ مشر ته د پټو معلوماتو په اساس د ترسره شوؤ عملياتو او ترهگرۍ د حملو ناکامولو په اړه هم بريفنگ ورکړی شوی دی .
د پوځ د مطبوعاتي څانگې د بيان ترمخه جنرال راحيل شريف د ترهگرۍ د مخنيوي په لړ کې د ائي اېس ائي د کردار ستائنه کړې او زياته کړې يې ده چې د استخباراتي ادارو د ډېرو لاس ته راوړنو په اړه ذکر مخې ته نه راځي ، خو په ملکي دفاع کې يې مهم کردار دی او د هغې اعتراف پکار دی .
پاکستان کې په ورستيو کې د تر سره شوؤ ترهگريزو بريدونو تورونه د هند په استخباراتي "را" لگول کيږي .
او د پاکستان سيکرټري خارجه اعزاز چوهدري روانه اوونۍ په يو بيان کې ډاگيز تور پورې کړی دی ، چې په ملک کې د ترهگرۍ په کارروايانو کې "را" ککړه ده . او له دې وړاندې د کور کمانډرانو د يوې غونډې وروستو هم يو بيان کې وئيل شوي چې د هند اسختباراتي اداره "را" پاکستان کې ترهگرۍ ته هوا ورکوي .