د افغانستان چارواکي وايي وسله والو طالبانو نن د خالي په ورځ د پاکستان پولې ته نزدې د هېواد په جنوب ختيزه صوبه پکتيا کې په درځنونو کسان تښتولي دي ، دغه پېښه په سېد کرم ضلع کې رامنځته شوې ده .
د پکتيا چارواکو او ځايي خلکو وئيلي ، چې په سلگونو طالبانو په لويه لار د ۳۰ پورې گاډي ودرولي ، او دغه عمل چې د څو ساعتو پورې روان وو ، هغوي په درځنونو مسافر ځان سره نامعلومه ځايي ته بوتلي دي .
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي د اته ؤ افغان لوړ پوړو چارواکو په گډون يې ۳۰ کسان نيولي دي او دغه ادعا يې رد کړې چې په نيول شوؤ کې ماشومان او زنانه هم شاملي دي .
د افغان چارواکو په وينا ځواکونو په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړي دي .
د زيارت په شپه طالب وسله والو د پکتيا چيف پراسيکيوټر نجيب الله سلطان زوی په داسې مهال وژلی چې هغه کابل ته روان ؤ . اسلامي تُندلارې ډلې د دغه پېښې زمه واري قبوله کړې وه .
طالبانو په تېرو دوؤ اوونو کې د افغان څارنوالۍ د دفتر سره اړونده چارواکو باندې پرله پرسې بريدونه کړي دي .
افغانستان کې د تشدُد څخه ډک وسله وال عمليات سېوا شوي ، او درې ورځې وړاندې په پلازمينه کابل کې يو مېلمستون باندې طالبانو ډله ييز بريد کړی چې پکې ۱۴ کسان وژل شوي او په وژل شوؤ کې زياتره بهرنيان شامل وو .