د کراچۍ کور کمانډر لفټننټ جنرال نويد مختار د ملک د ستر اقتصادي ښار د بدامنۍ علتونه په گوته کړي او وئيلي يي دي دلته سياسي، لساني، فرقه وارانه او د گټو ترلاسه کولو مسلې دی او د يو شمېر جرائم پېشه ډلو شتون دغه لړۍ د ترهگرۍ پورې رسولې ده .
د کراچۍ په يو مقامي هوټل کې د نيشنل ډيفنس پوهنتون د سېوري لاندې راجوړې دستورې ته په وينا کې کورکمانډر نويدمختار ووئيل د بده مرغه دا ښار د ۸۰م د لسيزي د نيمايۍ نه د تُشدد او عسکريت پسندۍ ښکار شوی دی ، او د تېرو درېو لسيزو راهسې دا ښار د پرمختگ په ځايې لاندې تلی، بدامني پکې خوره شوې ده .
هغه ووئيل دلته په لويه شمېره کې د ملک د نورو برخو او بهر نه خلک راځي او اباديږي او د بده مرغه د دې ښار واکمن د دويې په سمبالولو کې نه دي کامياب شوي ، چې په نتيجه کې يې دلته پېدا شوې خلا جرائم پېشه ؤ ، مخصوصو گټو لرونکو سياسي او فرقه ايزه ډلو ډکه کړې ده .
نوموړي زياته کړه دلته سياسي هلې ځلې، ترهگري، وژنې، په ځمکو قبضې، قلنگ او د نشو سره اړونده جرمونه د يو بل سره مېلاؤ شوي ، دلته د اوبو او ټېنکرو مافيي جوړې شوي او دغه لړۍ بيا د ترهگرۍ او تُندلاريتوب په شکل کې مخې ته راغلې ده ، او د وړو جرمونو نه تر القاعده پورې رسېدلې ده .
کورکمانډر ووئيل په داسې حالاتو کې په ښار کې امنيت د لوړو ژورو ښکار شوی ، سوداگريز ماحول يې خراب کړی او د بده مرغه د دې ښار سټېک هولډرز يا دلته قوت لرونکو په شريکه دلته د امن دپاره کردار نه دی ادا کړی او هر ډول جرائيم پېشه ؤ او نورو وسله والو دلته خپل اهداف حاصل کړي او حکومت د موجودگۍ باوجود خپل اثر د لاسه ورکړی دی .
نويدمختار ووئيل په ښار کې د امن دپاره مونږ ته ډاگيزه هدايات مېلاؤ شوي او د سټېک هولډرز سره په گډه به يې گټې ترلاسه کوؤ ، "په ښار کې د رېنجرو روان عمليات د قومي او صوبايي اېکشن پلان سلسله ده " او د ترهگرو او نورو جرائيم پېشه ؤ په ضد به د قانون نافذؤنکو ادارو گډ عمليات گټور ثابتيږي .
هغه زياته کړه مونږ په ټولو جرائم پېشه ؤ او ترهگرو پسې يُو، او دا عمليات غېرسياسي، بې طرفه او د قانون ترمخه روان دي ، د نوموړي په وينا په تېرو دوه مياشتو کې د تحريک طالبان ، القاعده او لياري گينگ وار او نورو وران کارو په ضد عمليات شوي دي او دا خبره ډېره مهمه ده چې د کراچۍ اپرېشن د جرمونو خاتمه نه ده بلکې دا د سياسي انتظاميي د امن ټينگ ساتلو پېل دی .
کور کمانډر ووئيل په ښار کې د عملياتو سره د امنيت وضع ښه شوې ده ، دلته ترهگري، هدفي وژنې ، د تاوان دپاره تښتونې او قلنگ اخيستو لړۍ کمه شوې ده ، خو د ځينو سياسي مصلحتونو، تُندلاريتوب، فرقه وارانه مخالفتونو له کبله دا سلسله اغېزمنده کيږي . هغه ووئيل د عملياتو سره په ښار کې د خلکو اعتماد سېوا شوی دی .
" دلته د اپرېشن سره د کراچۍ سټاک اېکسچېج په بره تلی، د ځمکو قيمتونه سېوا شوي او د بهرنيانو راتگ زيات شوی دی "
خو نوموړي ووئيل وس هم په ښار کې د امنيت دپاره ډېر څه کول پاتې دي . او زياته کړه د ترهگرو او وران کارو سره سپن کالر والا جرائيم پېشه هم نه پرېږدو څوک چې د تُندلارو مرستې کوي .
کور کمانډر په خپله وينا کې ژمنه وکړه چې په ښار کې به امن په ځايي کوي او عزم يې څرگند کړو چې کراچۍ به نه يواځې د وران کارو او ترهگرو بلکې د هغو د ملاتړ کوؤنکو نه هم پاکوؤ.
هغه ووئيل مونږ د سياسي او مذهبي ډلو څخه تشدد لرې کوؤ د انتظاميي او پوليس مټې مظبوطوؤ ، د ښار اوسېدونکو ته پُرامنه ماحول ورکوؤ د خلکو او ميډيا نه ويره لرې کوؤ . هغه ووئيل د دغو مسلو هواری سياسي گامونو پورته کېدو ته اړتيا لري ، او ټولو له پکار ده چې د مصلحتونو نه بالاتر د جرائيم پېشه مرستې پرېږدي .
نوموړي دا هم ووئيل چې د کراچۍ د امنيت د مسلې نوعيت سياسي دی او د دې حل هم په سياسي توگه کېدی شي ، قانون نافذؤنکې ادارې د دې يوه وړه برخه ده ، سياسي اصلاحات، قانون نافذؤنکو ادارو ته وده ورکول او غوره حکمراني د کاميابۍ کونجياني دي . او د دې ترڅنگ قامي او سياسي يوالی ، او د ترهگرۍ سره اړونده مسلې تېز عدالتي نظام ته اړتيا لري .
په اخر کې نوموړي عزم څرگند کړو چې په ښار کې د پُرامنه ماحول او ويرې ختمولو دپاره به هر قسمه گام پورته کوي ، او د دې مقصد دپاره ورکړی شوې قربانۍ به هېرې نه کړی شي او دا ښار به ډېر زر د تُشدد څخه پاک کړی شي .