د سندهـ صوبې وزيراعلی قائم علي شاه وئيلي ، امنيتي ادارو په کراچۍ کې د اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکو باندې بريد کې ککړ څلور کسان نيولي دي ، چې پکې د حمله کوؤنکو مشر هم شامل دی .
چارواکي وايي په اسماعيليانو حمله کې په نيول شوؤ کسانو کې يو د غېردولتي ادارې ټي ټواېف د مشرې سبين محمود د وژنې اعتراف هم کړی دی .
يوه اوونۍ وړاندې د کراچۍ ښار په صفورا چورنگۍ سيمه کې د اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکو په ډک بس باندې قاتلانه حمله کې ۴۵ کسان وژل شوي وو ، چې پکې زنانه هم شاملې وې .
د کراچۍ پوليس مشر غلام قادر تهيبو وئيلي ، چې د پوليس د ترهگرۍ د مخنيوي څانگې د اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکو باندې بريد کې ککړ څلور کسان نيولي دي ، چې يو پکې د هغو مشر طاهر هم شامل دی .
د پوليس افسر په وينا د پېښې په شا د هند د استخباراتي ادارې را په ځايي د مذهبې تُندلارو لاس دی .
د کراچۍ پوليس مشر چې د دغه پېښې د پلټنو مشري کوي وئيلي يي دي چې نيول شوؤ څلورو مشکوک کسانو د تفتيش په مهال انکشاف کړی دی چې ۱۱ کسانو د اسماعيليانو په بس ډزې کړې وې .
د پوليس افسر په وينا دغه ډله چې په اسماعيليانو يې بريد کړی د غېردولتي ادارې ټي ټواېف د مشرې سبين محمود په وژنه کې هم ککړه ده .
سبين محمود تېره مياشت په داسې مهال په ډزو وژل شوې وه چې په بلوچستان د خاموشۍ ماتولو د سرخط لاندې جوړې يوې دستورې وروستو کور ته روانه وه ، او په ډزو ووژل شوه .
د چارواکو په وينا تُندلارې ډله په کراچۍ کې د پوليسو په وژنو ، بوهره ورورولۍ او امريکايي ډاکټرې باندې حمله کې هم لاس لري .
د کراچۍ پوليس مشر وايي د هغه په خيال دغه ۱۱ حمله کوؤنکي د القاعده نه متاثره کسان دي ، اوځيني لساني ډلو سره هم تعلق لري .
پوليس افسر وئيلي په حمله کوؤنکو کې د څلورو تعلق د خېبرپښتونخوا ، د څلورو د پنجاب صوبې او درې نور اردو ويونکي دي .
قادر تهېبو وئيلي چې د اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکو د وژنې علت مذهبي انتهاپسندي ده .
نوموړي زياته کړې چې په ښار کې روانو هدفي عملياتو کې د وسله والو نيټ ورک مات کړی شوی ، او په ورستيو پينځه ، شپږو مياشتو کې هغه تُندلاري بيا يو ځايې شوي او نوی گروپ يې جوړ کړی څوک چې د القاعده نه متاثره دي .
په اسماعيليانو د حملې وروستو حکومتي چارواکو وئيلي ؤ چې پاکستان کې د هند استخباراتي اداره را ترهگري کوي .