لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان زمبابوى ته په پينځوؤ وکټو ماتې ورکړې

زمبابوى دپاکستان په ضد دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه اؤ په مقررو ٢٠ؤ اوورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان ١٧٢ رنز جوړ کړل.
زمبابوى دپاکستان په ضد دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه اؤ په مقررو ٢٠ؤ اوورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان ١٧٢ رنز جوړ کړل.

دپاکستان دپنجاب سرښار دسرښار لاهور په قذافي سټيډيم کې ترسره شوي لمړي ټي ټوئنټي ميچ کې پاکستان زمبابوى ته په پينځوؤ وکټو ماتې ورکړې ده.

زمبابوى دپاکستان په ضد دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه اؤ په مقررو ٢٠ؤ اوورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان ١٧٢ رنز جوړ کړل.

ددې په ځواب کې پاکستان په 19. اورونو کې دپينځوؤ وکټو په تاوان 173 رنز جوړ کړل اؤ دغه شان يې زمبابوى ته په پينځوؤ وکټو ماتې ورکړه.

دپاکستان له لوري مختار احمد په ٤٥ؤ بالونو٨٣، احمدشهزاد په ٣٩ؤ بالونو٥٥، محمد حفيظ په ١١ؤ بالونو ١٢، شعيب ملک په ١٤ؤ بالونو ١٢، عمر اکمل په دريوؤ بالونو څلور رنز جوړ کړل اؤ شاهد خان افريدى په څلورو اؤ سرفراز په دريوؤ رنز ناټ اؤټ پاتې شوي دي.

دزمبابوى له لوري چگمبورا ٥٤،مساکادزا٤٣، زبانډا١٣، کوينټري ١٤، وليمز١٦، سکندر رضا١٧، جوړ کړي اؤ موتمباني په څلور اؤ اؤ کريمر په دوه رنز ناټ اؤټ پاتې شوى.

دپاکستان لخوا محمد سميع دوه درې، وهاب رياض دوه اؤ شعيب ملک يو وکټ ترلاسه کړې ده.

دپاکستان لخوا داننگز اغاز مختار احمد اؤ احمد شهزاد کړى ، په څلورو اورونو کې پرته له کوم تاوان څخه څو شيبې وړاندې پاکستان ٤٩ رنز جوړ کړي وؤ. احمدمختار په ٤٢ اؤ احمدشهزاد په دوه رنز ناټ اؤټ لوبه کوله

دکال ٢٠٠٩م په دريم مارچ هم په لاهور ښار کې دسري لنکا دکرکټ په ټيم دوسله والو له لوري دشوې حملې څخه وروستو زمبابوى دټيسټ ميچ لوبونکى لمړى ټيم دى چې پاکستان ته ورغلى.

ددلچسپۍ خبره دا هم ده چې دلاهور دقذافي سټيډيم تاريخ کې به دا لمړى ټي ټوئنټي نړيوال ميچ وي، له دې وړاندې پاکستان کې په کال ٢٠٠٨م کې په ٢٠م اپريل دکراچۍ دکرکټ په ميدان کې لمړى ټي ټوئنټي ميچ لوبول شوى ؤ.

شپږ کاله پس هيواد ته دکرکټ دلوبې دراستنيدو څخه وروستو پاکستان کې دکرکټ مينه وال دزياتې خوشحالۍ څرگندونه کوي.

دجمعې په ورځ دلوبيدونکي ميچ څخه دمخه دپاکستان دټي ټوئنتي کرکټ ټيم کپتان شاهد خان افريدي شپږ کاله وروستو خپل هيواد کې دبين المللي کرکټ بحالي تاريخي موقع گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې دريتائرمنټ څخه دمخه پخپل هيواد کې هغه ته دلوبيدو موقع ترلاسه کيدل داعزاز څخه کم نۀ دي

دزمبابوى اؤ پاکستان ترمينځ به ددې دورې په مهال په مجموعي توگه درې يو ورځني اؤ دوه ټي ټوئنتي ميچونه لوبيږي.

دميچ لپاره پاکستان سخت امنيتي تدابير نيولي اؤ په دغه موقع به دهيلي کاپټرو څخه هم دکرکټ دميدان څارنه کيږي.

لاهور کې دتيرو څلورو ورځو راهسې په زرگونو پوليس عسکر په ٢٠٠٩م کې دسري لنکا په کرکټ ټيم دشوې حملې په څير دکومې بلې ممکنه حملې دمخنيوي لپاره دزمبابوى ټيم ته په تحفظ ورکولو کې بوخت دي.

دپاکستان ټيم : شاهد افريدى( کپتان) سرفراز احمد، احمد شهزاد، محمد حفيظ، مختار احمد، نعمان انور، شعيب ملک، عمر اکمل، محمد رضوان انور علي، حماد اعظم،عماد وسيم، بلاول بهتي، وهاب رياض اؤ محمد سميع.

دزمبابوى ټيم : ايلټن چگمبورا( کپتان) سکندر رضا، چمو چبابه، چارلس کوينټري، گريم کريمر، کريگ ارون، رويي کايي، هيملټن مساکادزا،کرسټوفر، تاوانده موپاريوا، رچمنډ متومبامي، تناشى پنگيانگارا، زبانډه، پراسپر، بريئن ويټوري اؤ سييين وليمز.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG