د عراق حکومتي پوځ او شيعه ملېشې د خالي په ورځ د دولت اسلامي (داعش) تُندروه ډلې نه د رمادي ښار بيرته نيولو دپاره عمليات پېل کړي دي . د الانبار صوبې مرکز رمادي تېره اوونۍ داعش ډلې قبضه کړی ؤ .
د روانې مياشتې په نيمائۍ کې چې کله دغه تُندروه ډلې پرمختگ پېل کړو ، نو د شام، اردن او سعودي عرب سره په پوله د ملک په لويئديز کې پرتې صوبې انبار د مستقبل په اړه سوالونه راپورته شوي وو .
د خالي په ورځ عيني شاهدينو روئټرز خبري ادارې ته وئيلي چې شيعه جنگيالو د رمادي درې علاقو پله پرمختگ کړی دی ، کومې چې د داعش په ولقه کې دي .
بل لور ته د امريکې په مشرۍ د نړيوال اتحاد په عراق کې ۲۲ فضائي حملې کړي دي ، چې پکې د رمادي، موصل (چې د داعش مرکزدی) او د بيجي د تيلو د رفائنرۍ سره نزدې علاقې په هدف کړی شوي دي .
د راپورونو ترمخه د نړيوال اتحاد پينځه حملې د شام په پلميارکې ترسره شوي ، او چارواکو وئيلي د الوتکو په ضد د ميزائيلو يو جوړ نظام يې تباه کړی دی . چرته چې داعش ځيني ځايونه نيولي دي .
عراقي ځواکونو په داسې مهال د رمادي ښار د بيرته نيولو هڅې پېل کړي ، چې څو ورځې وړاندې د امريکې صدر باراک اوباما وئيلي د دغه ښار د بيا نيولو په اړه به د عراق د وزيراعظم د فېصلې ملاتړ کوي .
بل لور ته د سعودي عرب د داخله وزارت لخوا د خالي په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د داعش ځانمرگی بريد کوؤنکی يې د سعودي وگړي صالح بن عبدالرحمان په نوم پېژندلی دی ، دغه بريد د جمعې به ورځ د سعودي عرب په ختيز قطيف کې د شيعه ډلې په يوه عبادت خانه کې شوې ؤ او ۲۱ کسان پکې وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو .
داعش د جمعې په ورځ د شوي بريد زمه واري منلې وه .