د پاکستان پنجاب صوبې د گُجرانوالې سيمېه په کامونکي علاقه کې د مسلم ليگ (ن) ډلې سره تعلق لرونکی د صوبائي اسمبلۍ غړی رانا شمشاد سره د زويې او يو ملگري د نامعلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی .
د پوليسو په وينا رانا شمشاد د خپل زويې، وراره او د پارټۍ يو ملگري سره په خپل گاډي کې روان ؤ ، چې د کوټ راجا په نوم علاقه کې پرې نامعلومو وسله والو ډزې وکړې .
د چارواکو په وينا پېښه کې څلور واړه کسان په ژوبل حالت کې روغتون ته وړل کېدل ، چې رانا شمشاد او د هغه زويې روغتون په لار کې ژوند د لاسه ورکړو ، او بل ملگري يې په روغتون کې د درملنې په مهال ساه ورکړه .
د عېني شاهدينو په وينا حمله کوؤنکې په موټر کې راغلي او د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي .
رانا شمشاد د مسلم ليگ(ن) په ټکټ د گُجرانوالې د پي پي ۱۰۰ حلقې نه کامياب شوی ، او هغه د مسلم ليگ (ق) د پنجاب د حکومت د ټرانسپورټ وزير هم پاتې شوی ؤ .
وزيراعظم نوازشريف د پېښې غندنه کړې او رپورټ يې طلب کړی دی .