دپاکستان دخيبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې دپوليسو ديو افسر گاډي سره نزدې بمي چاؤدنه شوې چې پکې دډي ايس پي ظهور خان په گډون څلور کسان ژوبل شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه دجمعې په ورځ دخيبرپښتونخوا دډيره اسماعيل په کولاچي تحصيل کې دکولاچي دډي ايس پي ظهور خان دگاډي سره نزدې دسړک دغاړې دښخ کړل شوي بم چاؤدنه شوې چې پکې دډي ايس پي ظهور خان اؤ دوؤ پوليس عسکرو په گډون څلور کسان ژوبل شوي دي.
ناتائيده راپورونه وائي چې په دغه چاؤدنه کې دوه عسکر وژل شوي خو چارواکو تر دې مهاله ددغو راپورونو پخلى نۀ دى کړى.
دچاؤدنې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې عسکر اؤ امدادي ډلې رسيدلي اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره دډيره اسماعيل خان ډسټرکټ هسپتال ته رسول شوي دي.
ددغه چاؤدنې پړه تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې له دې وړاندې په امنيتي ځواکونو دترسره شوؤ دغه رقم بمي چاؤدنو ذمه واري طالبانو قبوله کړې ده.
دپاکستان پوځ دتيرکال راهسې پخپلو دوؤ قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دى اؤ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې دزرگونو جنگيالو دوژلو دعوه کوي.