لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه گرۍ له امله پاکستان ته دکهربونو روپو زيان اوښتى،اسحاق ډار


 دخزانې وزير وئيلي دي چې دتيرو څلورو کلونو راهسې پرله پسې ددې شرح کې په تدريجي توگه کمى ليدل شوى
دخزانې وزير وئيلي دي چې دتيرو څلورو کلونو راهسې پرله پسې ددې شرح کې په تدريجي توگه کمى ليدل شوى

ديوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دترهه گرۍ له امله پاکستان ته دکهربونو روپو مالي زيان اوښتى ، خو ښه خبره دا ده چې تيرو څلورو کلونو کې دې لړ کې داوښتونکي زيان په شرح کې په تدريجي توگه کمى ليدل شوى.

دا څرگندونې دپاکستان دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار داقتصادى سروى دراپور دجاري کيدو په موقع کړي دي.

دهغه په قول تيرو ١٤ؤ کلونو کي دهيواد معيشت ته په باالواسطه توگه اؤ نيغ په نيغه د١٠٧ؤ اربو ډالرو زيان رسيدلى.

دخزانې وزير وئيلي دي چې دتيرو څلورو کلونو راهسې پرله پسې ددې شرح کې په تدريجي توگه کمى ليدل شوى چې علت يې هيواد کې دسلامتۍ صورتحال کې ښه والى اؤ دترهه گرۍ په ضد روان عمليات دي.

داقتصادي سروى ترمخه جولا ئي کال ٢٠١٤م څخه مارچ،٢٠١٥م پورې دغه زيان تقريباً 458 اربه روپۍ پاتې شوى کوم چې وړاندې کال کې خواؤشا 682 اربه روپۍ ؤ.

پاکستان دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دستونزې سره مخ دى اؤ پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې په دغه مهال يې هيواد کې دامنيتي ځواکونو اؤ قانون نافذونکو ادارو دعسکرو په گډون د٥٠ؤ زرو څخه زياتو وگړو دځانونو قربانۍ ورکړي دي.

پوځ تيرکال دجون په مياشت کې دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ اؤ وروستو ددغو عملياتو لمن تر خيبرايجنسۍ وغزول شوه، چارواکي وائي چې ددې ترڅنگ دترهه گرۍ دقومي تگلارې لاندې هم ټول هيواد کې قانون نافذونکې ادارې دورانکارو په ضد کارروايۍ ترسره کوي چې پکې تر دې مهاله په زرگونو شکمن کسان نيول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG