عراقي کې دپوځي تربيې ورکړه کې مرستې لپاره دامريکا صدر براک اوباما دشورو په ورځ دنورو ٤٥٠ؤ امريکائي پوځيانو عراق ته دروانيدو منظوري ورکړې ده.
ددغه گام مقصد دعراقي پوځيانو په شميره کې اضافه کول دي، ترڅو هغوي دانبار صوبې دسرښار رمادي تر خپل وک لاندې راوستو لپاره دعراقي پوځ هڅو کې مرسته وکړل شي.
دسپينې ماڼۍ وينا ده چې عراق کې دوړاندې څخه دامريکا ٣١٠٠ تربيه ورکوونکي موجود دي اؤ ددغو اضافي تربيه ورکوونکو موجودگۍ سره به دپوځي تربيې په کار کې تُندي راشي.
خو صدر براک اوباما دا خبره په ډاگه کړې ده چې کال ٢٠١١م کې عراق څخه دپوځيانو دويستلو څخه وروستو به امريکا ځمکنى پوځ نۀ گماري.
يو بيان کې وئيل شوي دي چې صدر اوباما دعراقي وزيراعظم حيدرالعبادي په خواست اؤ دامريکائي دفاع دمشرانو په سفارش دتربيه ورکوونکو ددغه اضافي کومک دروانو امر کړى، ددغه گام سمدستي مقصد تيره مياشت دتندروه ډلې دولت اسلاميه لخوا قبضه شوى ښار رمادي بيرته اخستل دي.
سپينې ماڼۍ وئيلي دي صدر اوباما اهلکارو ته امر کړى چې عراق اؤ شام کې دغيرملکي جنگيالو دورتگ دلړۍ مخنيوي لپاره دې هڅې تُندي کړي ځکه دې سره ددې خبرې ويره ده چې دغه خلک خپلو هيوادونو ته په ستنيدو سره بريدونو کې ککړيدى شي.
امريکا دالتقدم په مقام ديوې نوې تربيت گاه دپرانستو اراده لري، کومه چې په صحراء کې قائمه يوه فضائي اډه اؤ په يو وخت کې دامريکائي پوځ مرکز پاتې شوى.
دروانې مياشتې په پيل کې صدراوباما منلې وه چې دستمبر څخه تر دې مهاله عراق اؤ شام کې دداعش دهدفونو په ضد د٤٤٠٠ؤ فضائي بريدونو باوجود امريکا تر دې مهاله دعراق دحکومت سره په گډه يوه بشپړه تگلاره نۀ ده ترتيب کړې، دکوم لاندې چې دعراق پوځ ته نوره تربيه ورکړل شي، په ځانگړې توگه سُني قبائيلو ته، څوک چې درمادي دقبضې په ختمولو کې مرکزي کردار ادا کولى شي.
امريکا تيرکال ٩٠٠٠ؤ عراقي پوځيانو ته تربيه ورکړې وه اؤ نورو ٣٠٠٠ؤ عراقي پوځيانو ته هم تربيه ورکوي.
تيرکال دولت اسلاميه دعراق په دوهم لويې ښار موصل قبضه کړې وه اؤ دغه ډلې اوس په رمادي هم قبضه کړې، واشنگټن کې په دې خبره نيوکې سيوا کيږي چې ښاغلى اوباما دتندلارو په ضد يواځې دفضائي کارروايۍ اجازه ورکوي.